خوست ښار (پژواک، ۱۷ وری ۹۴): د خوست د سرپرست والي عبدالجبار نعیمي پر ضد لس ورځې وړاندې پيل شوي اعتراضونه او غونډې له کابل څخه د راغلي پلاوي په منځګړيتوب پای ته ورسېدل.
د ياد پلاوي مشر اکرم خپلواک د وري په ۱۷مه په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې د اعتراضونو پر پای ته رسېدو د والي د کور او اداري کمپلېکس شاوخوا ټولې درول شوې خېمې راټولې او مامورين خپلو دفترونو ته ولاړل.
دغه پلاوی تېره ورځ د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه خوست ته لېږل شوی او تر ننه يې د خوست د بېلابېلو قومي مشرانو، مدني فعالانو، اعتراض کوونکو او ځوانانو سره يې بېلې، بېلې کتنې درلودې.
د اکرم خپلواک پر مشرۍ د پلاوي په تشکيل کې پخوانی والي انجنير دلبرجان ارمان، د پوهنتونو د استادانو د اتحاديې رييس استاد تاج محمد اکبر، قومي مشر علي احمد خان خوستی او ځيني نور کسان شامل دي.
خپلواک خبريالاو ته وويل چې له یادو کسانو سره د مشورو او وړانديزونو په پايله کې پلاوی بريالى شو چې د والي عبدالجبار نعيمي پر ضد پيل شوی اعتراض پای ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړه، دوی د يوې هوکړې له مخې پر دې سلا شول چې په لاريون کې د شوي ځانمرګي بريد د هر اړخيزې څېړنې لپاره به له ټولو امنيتي، کشفي، عدلي او قضايي ادارو څخه يو ګډ کمېسيون جوړېږي.
هغه زياته کړه: ((دغه کمېسيون به په مستقيم ډول له ولسمشر سره په تماس کې وي. هر څوک چې په ياده پېښه کې ښکېل وپېژندل شو، ولسمشر به يې د پرېکړې په اړه په خپله تصميم نيسي.))
نوموړی دغه راز وويل چې د خوست د ولايتي ادارې د اصلاح، جوړښت او شفافيت د رامنځته کولو او د اداري فساد پر ضد د راپورته شوې ادعا په برخه کې به هم هر اړخيزه څېړنه کېږي.
خپلواک زياته کړه چې له لوړپوړو څخه تر ټيټ پوړو پورې ټول پر فساد ککړ کسان به د څېړنو په پايله کې پېژندل کېږي او راپور به يې ولسمشر ته وړاندې کوي.
هغه وويل: ((که هر څوک پر فساد ککړ وپېژندل شو، کمېسيون به يې ولسمشر ته معلومات ورکوي او ولسمشر به يې په اړه جدي پرېکړه کوي.))
اکرم خپلواک ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې د خوست د سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د برخليک په اړه څه ونه ويل، خو ډاډ يې ورکړ چې د خوست د خلکو په غوښتنه به کوټلي ګامونه اخيستل کېږي.
خپلواک زياته کړه: ((ولسمشر اشرف غني به د دې ولايت د امنيت او ثبات د ټينګښت او د سالمې ادارې د رامنځته کولو لپاره ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.))
login or register a new account.