مزارشريف (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مسوولين وايي چې په دغه زون کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی دی.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۱۸مه د اجمل نقشنبدي د تلين غونډه ترسره شوه، چې په کې بېلابېلو خبريالانو، د خبريالانو د مدافع ټولنو مسوولينو او د مدني ټولنو ځينو غړو برخه اخيستې وه.
نقشبندي په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې له يوه بهرني خبريال سره يو ځاى په هلمند ولايت کې تښتول شوى و چې وروسته دى ووژل شو او بهرنى خبريال خوشى شو.
په بلخ کې د مدني ټولنې د اتحاديې مشر حميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولت په تېرو څو کلونو کې د خبريالانو حقوقي او ځاني دفاع کې پاتې راغلی دی.
نوموړي زياته کړه چې په تېره لسيزه کې څومره د خبريالانو د بيان ازادي د پرمختګ لپاره هڅې کړې، هومره يې پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دی.
د هغه په وينا، دولت دنده لري چې د خبريالانو د هر اړخيز امنيت د ساتنې لپاره کار وکړي.
بلخوا په مزارشريف کې د شمال زون د خبريالانو ټولنې مشر ګلاب شاه باور وايي چې په دغه زون کې د تېر کال په پرتله د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ۶۰ سلنه زيات شوی دی.
نوموړي پژواک ته وويل ، دولت نه يواځې چې د دغه تاوتريخوالي د کمښت لپاره يې هڅې نه دې کړې؛ بلکې وخت ناوخت يې په شعوري او غير شعوري توګه برخه هم په کې اخيستې ده.
د هغه په وينا، په شمال زون کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۰ پېښې ورسره ثبت دي، چې دوه په کې د وژنې دي.
login or register a new account.