مزارشريف (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مسوولين وايي چې په دغه زون کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی دی.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۱۸مه د اجمل نقشنبدي د تلين غونډه ترسره شوه، چې په کې بېلابېلو خبريالانو، د خبريالانو د مدافع ټولنو مسوولينو او د مدني ټولنو ځينو غړو برخه اخيستې وه.
نقشبندي په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې له يوه بهرني خبريال سره يو ځاى په هلمند ولايت کې تښتول شوى و چې وروسته دى ووژل شو او بهرنى خبريال خوشى شو.
په بلخ کې د مدني ټولنې د اتحاديې مشر حميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولت په تېرو څو کلونو کې د خبريالانو حقوقي او ځاني دفاع کې پاتې راغلی دی.
نوموړي زياته کړه چې په تېره لسيزه کې څومره د خبريالانو د بيان ازادي د پرمختګ لپاره هڅې کړې، هومره يې پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دی.
د هغه په وينا، دولت دنده لري چې د خبريالانو د هر اړخيز امنيت د ساتنې لپاره کار وکړي.
بلخوا په مزارشريف کې د شمال زون د خبريالانو ټولنې مشر ګلاب شاه باور وايي چې په دغه زون کې د تېر کال په پرتله د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ۶۰ سلنه زيات شوی دی.
نوموړي پژواک ته وويل ، دولت نه يواځې چې د دغه تاوتريخوالي د کمښت لپاره يې هڅې نه دې کړې؛ بلکې وخت ناوخت يې په شعوري او غير شعوري توګه برخه هم په کې اخيستې ده.
د هغه په وينا، په شمال زون کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۰ پېښې ورسره ثبت دي، چې دوه په کې د وژنې دي.
باور وويل، چې دولت بايد دنده لري، چې د خبريالانو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي د مخنيوي تر څنګ د شويو پېښو څېړنه وکړي او تورن کسان قانون ته وسپاري.
خو هغه زياته کړه چې دولت په دې برخه کې تر دې دمه پاتې راغلی دی.
په مزارشريف ښار کې ازاد خبريال جاوېد احمد پژواک ته وويل چې د خبريالانو پر وړاندې د ځاني تاوتريخوالي تر څنګ کاري ستونزې هم پرتې دي.
نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې چې دولت د خپلو تېرو لسو کلونو په لاسته راوړنو کې يوه يې د بيان ازادي ښيي؛ خو لا هم له خبريالانو سره د معلوماتو په شريکولو کې مرسته نه کوي.
د هغه په وينا که چېرې دولت د خبريالانو د هر اړخيزو حقونو د ساتنې لپاره جدي ګامونه وانه خلي نو لرې نه ده چې په نږدې موده کې د تېرو لسو کلونو د بيان ازادي لاس ته راوړنې جدي زيان وويني.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










