Language

د هېواد په مرکزي سيمو کې د شاتو توليد ښه نتيجه ورکړې

باميان (پژواک، ٢٠ ورى ٩٤): په مرکزي سيمو کې د شاتو کلنى توليد شاوخوا ١٥ ټنو ته رسېږي او مچۍ لرونکي له هېواده بهر د شاتو د صادرېدو غوښتنه کوي، خو پېرونکي يې بيې لوړې بولي.

شات (عسل) يو ډول خوندوره او ګټوره ماده ده چې د مچيو په وسيله د طبيعي او مېوو له ګلانو تر تعذيې وروسته ترلاسه کېږي.

د مچيو لرل او د شاتو توليدول د هېواد په مرکزي سيمو کې د شاتو مچيو د لرونکو لپاره د عايداتو يوه غوره سرچينه جوړوي.

د شاتو د مچيو فارم لرونکي وايي چې زړه راښکونکي شات له اغزي لرونکو ګلونو جوړېږي چې دا بوټي د ميدان وردګو ولايت په لومړۍ برخه او مرکزي بهسود ولسواليو، د باميانو په پنجاب، ورث او يکاولنګ ولسواليو، د غور په لعل او سرځنګل او د دايکنډي ولايت په شهرستان او ميرامور ولسواليو کې پرېمانه دي.

د ميدان وردګو ولايت د مچيو يو فارم لرونکى محمد امين وايي چې د مچيو کاروبار يې له ١٣٨٦ لمريز کال راهيسې په خصوصي توګه پيل کړى او تر ننه ورباندې بوخت دي چې اوسمهال په دغو څلورو ولايتونو کې ١٢ فارمونه اداره کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړيو کې يې سلګونه کيلو شات توليدول، خو په وروستيو څو کلونو کې هر کال ١٥ ټنو ته رسېږي.

زماني چې په مرکزي سيمو کې د کوه بابا په نوم د شاتو د توليد شرکت مسوول هم دى، زياتوي چې دا ١٥ ټنه شات له ٧٠٠ صندوقه مچيو څخه چې شاوخوا ٤٠ ميليونه مچۍ کېږي او د ٤٠ کسان يې په پالنه بوخت دي، ترلاسه کېږي.

هغه وويل، هر څوک چې د شاتو مچيو له ساتنې سره لېوالتيا ولري، نو يو صندوق مچۍ په پنځه زره افغانۍ پلوري او هڅه کوي چې د مرکزي سيمو شاتو ته د لېوالتيا له امله د مچيو کاروبار ډېر دود شي.

زماني زياتوي چې اوسمهال د دوى توليدات کابل، کندهار او بلخ ته صادرېږي او له دولت يې غوښتنه دا ده چې له هېواد نه بهر ته د شاتو د بازار موندنې او صادراتو لپاره زمينه مساعده کړي.

هغه وويل چې دولت دې د دې ترڅنګ د بسته بندۍ او نورو تخنيکي کارونو په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي، څو افغانستان د خپلو شته سرشاره طبيعي ګلونو په برکت خوندور او خالص شات توليد کړي او دا کسب نور هم وغوړېږي.

زماني وايي چې د اغزيو له ګل څخه يې د جوړو شوو يو کيلو خالصو شاتو بيه ٥٠٠ افغانۍ او له نورو ګلونو څخه د جوړو شوو ٤٠٠ افغانۍ ده.

د باميانو په ښار کې د خوراکي توکو د يوه پلورنځي مسوول محمدعلي نېکزاد چې د بابا غره شات هم پلوري، وايي چې د پلور کچه يې ټيټه شوې او پېرونکي وايي چې يوه کيلو شات تر ٢٥٠ افغانيو پورې هم پيدا کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.