منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هېواد په مرکزي سيمو کې د شاتو توليد ښه نتيجه ورکړې

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

باميان (پژواک، ٢٠ ورى ٩٤): په مرکزي سيمو کې د شاتو کلنى توليد شاوخوا ١٥ ټنو ته رسېږي او مچۍ لرونکي له هېواده بهر د شاتو د صادرېدو غوښتنه کوي، خو پېرونکي يې بيې لوړې بولي.

شات (عسل) يو ډول خوندوره او ګټوره ماده ده چې د مچيو په وسيله د طبيعي او مېوو له ګلانو تر تعذيې وروسته ترلاسه کېږي.

د مچيو لرل او د شاتو توليدول د هېواد په مرکزي سيمو کې د شاتو مچيو د لرونکو لپاره د عايداتو يوه غوره سرچينه جوړوي.

د شاتو د مچيو فارم لرونکي وايي چې زړه راښکونکي شات له اغزي لرونکو ګلونو جوړېږي چې دا بوټي د ميدان وردګو ولايت په لومړۍ برخه او مرکزي بهسود ولسواليو، د باميانو په پنجاب، ورث او يکاولنګ ولسواليو، د غور په لعل او سرځنګل او د دايکنډي ولايت په شهرستان او ميرامور ولسواليو کې پرېمانه دي.

د ميدان وردګو ولايت د مچيو يو فارم لرونکى محمد امين وايي چې د مچيو کاروبار يې له ١٣٨٦ لمريز کال راهيسې په خصوصي توګه پيل کړى او تر ننه ورباندې بوخت دي چې اوسمهال په دغو څلورو ولايتونو کې ١٢ فارمونه اداره کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړيو کې يې سلګونه کيلو شات توليدول، خو په وروستيو څو کلونو کې هر کال ١٥ ټنو ته رسېږي.

زماني چې په مرکزي سيمو کې د کوه بابا په نوم د شاتو د توليد شرکت مسوول هم دى، زياتوي چې دا ١٥ ټنه شات له ٧٠٠ صندوقه مچيو څخه چې شاوخوا ٤٠ ميليونه مچۍ کېږي او د ٤٠ کسان يې په پالنه بوخت دي، ترلاسه کېږي.

هغه وويل، هر څوک چې د شاتو مچيو له ساتنې سره لېوالتيا ولري، نو يو صندوق مچۍ په پنځه زره افغانۍ پلوري او هڅه کوي چې د مرکزي سيمو شاتو ته د لېوالتيا له امله د مچيو کاروبار ډېر دود شي.

زماني زياتوي چې اوسمهال د دوى توليدات کابل، کندهار او بلخ ته صادرېږي او له دولت يې غوښتنه دا ده چې له هېواد نه بهر ته د شاتو د بازار موندنې او صادراتو لپاره زمينه مساعده کړي.

هغه وويل چې دولت دې د دې ترڅنګ د بسته بندۍ او نورو تخنيکي کارونو په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي، څو افغانستان د خپلو شته سرشاره طبيعي ګلونو په برکت خوندور او خالص شات توليد کړي او دا کسب نور هم وغوړېږي.

زماني وايي چې د اغزيو له ګل څخه يې د جوړو شوو يو کيلو خالصو شاتو بيه ٥٠٠ افغانۍ او له نورو ګلونو څخه د جوړو شوو ٤٠٠ افغانۍ ده.

د باميانو په ښار کې د خوراکي توکو د يوه پلورنځي مسوول محمدعلي نېکزاد چې د بابا غره شات هم پلوري، وايي چې د پلور کچه يې ټيټه شوې او پېرونکي وايي چې يوه کيلو شات تر ٢٥٠ افغانيو پورې هم پيدا کېږي.

خو هغه زياته کړه: ((زموږ شات خالص دي او په دې بيه ارزي، خو دا چې خلک اقتصادي توان نه لري، نو له پېرلو سره يې دومره لېوالتيا نه ښيي.))

د دغه هټيوال په خبره، هغوى چې د شاتو پر ګټو پوهېږي او خالص شات پېژني، نو په بيه پسې يې نه ګرځي او پېري يې.

شات د انسان د روغتيا لپاره ګټور دي. د قرانکريم د ١٤ سيپارې په "النخل" نومې سورت کې عسل ياد شوي او د دغه سورت په يوه ايت کې راغلي دي: " ... په هغه کې (شات) د انسان لپاره شفا دي..."

د شاتو په اړه ترسره شوو څېړنو د دې مادې زياتې ګټې واضح کړې او مينه وال يې هم ورځ تر بلې زياتېږي.

د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د شوو سروې ګانو پر بنسټ هر شخص بايد په کال کې يونيم کيلو شات مصرف کړي.

 

 

 

 

د شاتو مچۍ په خپل منځ کې يو ځانګړى او حيرانوونکى نظام لري.

مچۍ لرونکي وايي چې د ملکې، کارګر او مذکر په نومونو درې ډوله مچۍ شته. ملکه د شاتو مچيو پاچا ده چې د هوا د معتدل والي په صورت کې په ورځني ډول ٣٥٠٠ هګۍ اچوي.

کارګر مچۍ له بهره شات راوړي او مذکر (نارينه) مچۍ تر ډېره توليد شوي شات خوري، دغه کار مضر دى او دا ډول مچۍ د نورو مچيو له خوا له صندوقونو را ايستل کېږي او له منځه وړل کېږي.

کارګر مچۍ بيا د صندوق په خوله کې د پيره دار او يا ډاکتر په توګه دنده اجرا کوي او هر کله چې يوه مچۍ د ګل له شېرې پرته راستنه شي او پښې يې چټلې وي، نو سر يې غوڅوي.

مچۍ لرونکي وايي چې يوه مچۍ ٤٥ روز عمر لري او په هره مياشت کې له هره صندوق څخه دوه ځله ٢٠ کيلوګرامه شات ترلاسه کېږي.

په باميانو کې د مچيو د ساتنې يو مسلکي کارکوونکى محمدنبي وايي چې مچۍ لرونکو ته په فارمونو کې د مچيو د ساتنې او روزنې لپاره ١٤ ورځنۍ روزنه ورکوي.

هغه وويل چې په دې روزنه کې دوى ته زده کېږي چې له مچيو څنګه ساتنه وکړي، څه وخت ترې شات ټول کړي او د مچيو د هګۍ اچولو او بچي زېږولو وخت کله راځي.

د محمدنبي په خبره، د شاتو مچيو په يوه صندوق کې له ٦٠ تر ٨٠ زره پورې مچۍ ژوند کوي او بايد د ژمي د خوړو او هګيو اچولو په وخت کې يې د خوړو په اړه پوهاوى موجود وي.

د مچيو د ساتنې دغه متخصص وايي چې اوسمهال يې مچۍ له تودو ولايتونود هېواد مرکزي سيمو ته لېږدولې او په سړو کې يې بېرته تودو ولايتونو ته وړي، څو د مچيو مړينه يې لږ تر لږه ټيټې کچې ته ورسېږي.

خو په باميانو کې د مچيو د ساتنې فارمونه ډېر دود نه دي او يواځې په کهمرد، يکاولنګ او ورث ولسواليو سربېره په مرکز کې په خصوصي ډول ځيني فارمونه جوړ شوي دي.

د ورث ولسوالۍ يو فارم لرونکى عبدالصمد چې ٥٠ صندوقه مچۍ لري، وايي چې په مرکزي سيمو کې د مچيو د فارمونو جوړولو يوه ستونزه دا ده چې مچۍ يې په ژمي کې له ستونزو سره مخ کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ نه شو کولى چې د لس صندوقه مچيو لپاره نيم کال له کوره لرې وو، خو که چېرې د ټولنې په بڼه ټول مچۍ لرونکي راغونډ شي او مچۍ يې يو ځاى ګرمو ولايتونو ته واستوي، نو هغه وخت به زيات مينه وال پيدا کړي.))

د باميانو د کرنې او مالدارۍ رييس محمدطاهر عطايي وايي چې يواځې په کهمرد ولسوالي کې د مچيو د روزنې فارمونه زيات دي چې د مچۍ ساتلو يوه ټولنه هم لري، خو په نورو ولسواليو کې په انفرادي ډول مچۍ ساتل کېږي.

هغه زياته کړه چې رياست يې د مچيو د صندوقونو د وېش لپاره کوم ځانګړى پروګرام نه لري، خو د فارم لرونکو د ستونزو د حل هلې ځلې به وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد