Language

پاچاخان ځدراڼ د ملي يووالي حکومت نامشروع وباله

ګردېز ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٤) : د پکتيا او خوست يو شمېر قومي مخورو او د پکتيا د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو اوسنی د ملي يووالي حکومت نامشروع وباله .

دوى د وري په ٣٠مه، د يوې غونډې په ترڅ کې پر حکومت غږ وکړ چې په هېواد کې روانو ګډوډيو ته د پای ټکی کېږدي او يا دې هم ولسمشر او اجراييه ر ييس له خپلې دندې لاس په سر شي.

ياده غونډه په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو پخواني استازي او قومي مشر پاچاخان ځدراڼ له خوا چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني ملاتړی و جوړه شوې وه.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو پخواني استازي او قومي مشر پاچاخان ځدراڼ وويل ، چې د ملي يووالي حکومت نامشروع او دوی ته د منلو وړ نه  دی.

ځدراڼ پر خلکو غږ وکړ چې راپاڅي او د خپلې سيمې امنيت او پرمختګ ته په خپله ملا وتړي.

د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمدرحمن قادري د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل ،چې اجراييه رييس او ولسمشر په خپلمنځي کړکېچ اخته دي ، ولس يې شاته غورځولی او اداره د شړېدو په حال کې ده.

قادري زياته کړه دا چې د ملي يووالي حکومت د تنظيمونو او سمت په اساس وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي پر دندو ګوماري، نو لويې پکتيا ته دې هم د رايو په تناسب وزارتونه او ولايتونه ورکړل شي.

دګردېز يو تن قومي مشر صوفي حبيب وويل ، دغه حکومت زياتې نيمګړتياوې لري ،چې  له امله يې په هېواد کې ورځ تر بلې سياسي ستونزې زياتيږي .

نوموړی وايي، چې اجراييه رييس او ولسمشر دخپلو کسانو په ګومارلو او ځای پر ځای کولو باندې اختلاف لري او د هېواد ټولې مسئلې يې شاته کړې دي .

دی وايي لکه څنګه چې دپکتيا خلکو دټاکنو په پروسه کې فعاله ونډه اخيستې همداډول به دحکومت دمشرانو په بدلون او نورو مسئلو کې هم بې تفاوته پاتې نه شي .

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي ،چې د هېواد په ځينو سيمو کې ناامنۍ په زياتېدو دي او د رسنيو له لارې د خلکو او د سياسي چارو کارپوهانو له خوا د ملي يووالي پر حکومت نيوکې او انتقادونه کېږي.

څو ورځې وړاندې په کابل کې هم يو شمېر کسانو د ملي يوالي حکومت پر ضد لاريون کړی و .

login or register a new account.

Related Topics