کندهار ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٤ ) : په کندهار ښار کې له شاوخوا شپږ کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا ملي بسونو د سورليو د وړلو راوړلو په موخه يې فعاليت پيل کړ.
خو دا ځل به د ملي بس د تصدۍ تر څنګ خصوصي سکتور هم ورته خدمات وړاندې کوي او په ښار کې به له يوه تر بله ځايه په کاسټر موټرونو کې سورلۍ لېږدوي.
د ملي بسونو د درېدلي فعاليت د بيا پيل کېدو په موخه د کندهار ښار په زړه کې شهيدانو څلور لارې ته څېرمه مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د کندهار والي، مرستيال والي، د ترافيکو مدير، د ترانسپورټ رييس او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى و.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي بسونو فعاليت د خلکو د غوښتنو پر بنسټ بيا پيل شو، تر څو په ترانسپورټي برخه کې اسانتياوې زياتې شي.
هغه زياته کړه، اوس مهال په ښار کې د کندهار ښاروالۍ، ترانسپورټ او ترافيکو رياستونو په هڅو ٤٦ لويو او وړو بسونو فعاليت پيل کړ، خو وروسته به يې شمېر زيات شي.
د نوموړي په وينا، ولايتي اداره هڅه کوي له کندهار ښار څخه تر ولسواليو هم د ملي بسونو د تګ راتګ لپاره زمينه برابره کړي.
د کندهار د ترانسپورټ رييس نجيب احمدي وويل، چې د ملي بسونو او کاسټرونو لپاره ځانګړي ترانسپورټي مسيرونه او د درېدو ځايونه ټاکل شوي او له هرې سورلۍ به لس افغانۍ کرايه اخيستل کېږي، چې د ټکسي موټرونو په پرتله څو چنده ټيټه ده.
هغه زياته کړه، له دې سره به هم خلکو ته ګټه ورسېږي او هم به په ښار کې دننه ترانسپورټي سيسټم منظم شي.
د کندهار د ترافيکو مدير وويل، چې د ملي بسونو د فعاليت د پيل کېدا د نورو تر څنګ د مېرمنو لپاره لويه اسانتيا ده، ځکه تر دې وړاندې مېرمنو د سودا اخيستو او نورو اړتياوو د پوره کولو په موخه د ټکسي موټرونو په شاتنۍ برخه(ډاله) کې تګ- رتګ کاوه.
دغه څه نه يواځې د هغوى توهين وو، بلکې ډېر لګښت يې هم کېده، ځکه ډاله د ناستې ځاى نه، بلکې د توکو د اېښودلو ځاى دى.
د کندهار ولايت اوسېدونکو تر دې وړاندې تل د ښاري ترانسپورټي اسانتياوو له نشتوالي شکايت کاوه او ويل يې چې دغلته د ملي بسونو ځاى ټکسي موټرونو او زرنج رکشاوو نيولى، چې هم يې کرايې لوړې او هم پکې تګ راتګ خوندي نه دى.
کندهار ولايت ته نږدې يوولس کاله وړاندې ٣٥ ملي بسونه ورکړل شوي وو، چې پنځه پاکستان، پنځه ايران او ٢٥ هندوستان ورکړي وو، خو د دغو ملي بسونو ډېره برخه ويجاړ او خراب شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن