کندوز (پژواک ٣١ ورى ٩٤): کندوز ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره نن د پنځوس بستريز نوي روغتون ودانۍ چې په يوه کال کې د ٤٥٠ کسانو د درملنې ظرفيت لري، ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د المان هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ٣٦٠ زره ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس مياخېل وويل، چې دغه پنځوس بستريز روغتون په يوه کال کې په نشه يي توکو د ٤٥٠ روږدو کسانو د درملنې وړتيا لري.
هغه زياته کړه ، پخوا دغه روغتون ٢٠ بستره درلودل چې د روږدو کسانو شمېر ته په کتو سره يې بسنه نه کوله او ډېرى کسان د بسترونو د کمښت له امله رخصت کېدل چې له دې وروسته به ټول روږدي کسان په دوراني ډول تر درملنې لاندې ونيول شي.
د کندوز حوزوي روغتون مشر که څه هم په کندوز کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره څرګنده نه کړه، خو له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست شمېرې څرګندوي چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو له دېرش زرو ډېر روږدي کسان شتون لري.
د ياد ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس عبدالبصير مرشد وويل چې له دې ډلې يې په نشه يي توکو روږدي پنځلس زره کسان يواځې په قلعه زال ولسوالۍ کې شتون لري.
هغه زياته کړه: " له دې امله چې په دغه ولسوالۍ کې د ډېرى کورنيو غړي غالۍ اوبدونکي دي، د خپلو بچيانو د ارام لپاره د ترياکو له شيرې ګټه اخلي چې له امله يې ډېرې ښځې او ماشومان هم په نشه يي توکو روږدي شوي دي."
مرشد زياته کړه، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په پام کې لري، په کومو سيمو کې چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو ډېر وي نو هلته د دوى د درملنې لپاره کلينيکونه او يا هم روغتونونه جوړوي چې د لومړي ځل لپاره يې يو شل بستريز روغتون چې د دغه وزارت د ١٤ ميليون افغانيو په لګښت د تېر کال په ليندۍ مياشت کې په قلعه زال ولسوالۍ کې جوړ شو.
د کندوز والي محمد عمر ساپي د روږدو کسانو لپاره د ياد پنځوس بستريز روغتون د پرانيست غونډې په مراسمو د عامې روغتيا له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د روغتون د تاسيساتو ساتنې ته هم کلک پام وکړي.
نوموړي د المان له مرستې څخه د ستاينې ترڅنګ وويل، چې دولت په اوسنيو شرايطو کې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې کافي بوديجه نه لري او دا خلک دي چې په خپلو ډېرو هلو ځلو سره يې دولت غني کړى او خپلو خلکو ته خدمت کوي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر UNODC سروې څرګندوي چې په افغانستان کې له يوه ميليون څخه ډېر کسان په نشه يي توکو روږدي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، چې پخوا په هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ظرفيت يو سلنه و، خو نشه يي توکو ته د وړانديز د کمولو پاليسۍ له جوړولو وروسته اوسمهال دغه شمېره شپږ سلنې ته لوړه شوې او په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ظرفيت دغه شمېره ٣٠ سلنې ته لوړه کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP