منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندوز کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره روغتون جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۲ کتنې

کندوز (پژواک ٣١ ورى ٩٤): کندوز ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره نن د پنځوس بستريز نوي روغتون ودانۍ چې په يوه کال کې د ٤٥٠ کسانو د درملنې ظرفيت لري، ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.

 دغه ودانۍ په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د المان هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ٣٦٠ زره ډالرو په لګښت  جوړه  شوې ده.

 د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس مياخېل وويل، چې دغه پنځوس بستريز روغتون په يوه کال کې په نشه يي توکو د ٤٥٠ روږدو کسانو د درملنې وړتيا لري.

هغه زياته کړه ،  پخوا دغه روغتون ٢٠ بستره درلودل چې د روږدو کسانو شمېر ته په کتو سره يې بسنه نه کوله او ډېرى کسان د بسترونو د کمښت له امله رخصت کېدل چې له دې وروسته به ټول روږدي کسان په دوراني ډول تر درملنې لاندې ونيول شي.

د کندوز حوزوي روغتون مشر که څه هم په کندوز کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره څرګنده نه کړه، خو له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست شمېرې څرګندوي چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو له دېرش زرو ډېر روږدي کسان شتون لري.

 د ياد ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس عبدالبصير مرشد وويل چې له دې ډلې يې په نشه يي توکو روږدي پنځلس زره کسان يواځې په قلعه زال ولسوالۍ کې شتون لري.

هغه زياته کړه: " له دې امله چې په دغه ولسوالۍ کې د ډېرى کورنيو غړي غالۍ اوبدونکي دي، د خپلو بچيانو د ارام لپاره د ترياکو له شيرې ګټه اخلي چې له امله يې ډېرې ښځې او ماشومان هم په نشه يي توکو روږدي شوي دي."

مرشد زياته کړه، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په پام کې لري، په کومو سيمو کې چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو ډېر وي نو هلته د دوى د درملنې لپاره کلينيکونه او يا هم روغتونونه جوړوي چې د لومړي ځل لپاره يې يو شل بستريز روغتون چې د دغه وزارت د ١٤ ميليون افغانيو په لګښت د تېر کال په ليندۍ مياشت کې په قلعه زال ولسوالۍ کې جوړ شو.

د کندوز والي محمد عمر ساپي د روږدو کسانو لپاره د ياد پنځوس بستريز روغتون د پرانيست غونډې په مراسمو د عامې روغتيا له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د روغتون د تاسيساتو ساتنې ته هم کلک پام وکړي.

نوموړي د المان له مرستې څخه د ستاينې ترڅنګ وويل، چې دولت په اوسنيو شرايطو کې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې کافي بوديجه نه لري او دا خلک دي چې په خپلو ډېرو هلو ځلو سره يې دولت غني کړى او خپلو خلکو ته خدمت کوي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر UNODC سروې څرګندوي چې په افغانستان کې له يوه ميليون څخه ډېر کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

 له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، چې پخوا په هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ظرفيت يو سلنه و، خو نشه يي توکو ته د وړانديز د کمولو پاليسۍ له جوړولو وروسته اوسمهال دغه شمېره شپږ سلنې ته لوړه شوې او په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ظرفيت دغه شمېره ٣٠ سلنې ته لوړه کړي.

 د ويلو ده چې دوه ورځې وړاندې د حوزوي ٣٣٠ بستريز روغتون نوې ودانۍ چې د المان هېواد د شاوخوا اوه ميليون يورو په مرسته ګټې اخيستو ته وسپارل شوه، چې دغه تعمير د ټولو امکاناتو په درلودو سره د هېواد له مجهز او سمبالو روغتونونو څخه ده چې ناروغانو ته يې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا