کندهار ( پژواک، د غویي لومړۍ ۹۴) : په کندهار کې د ليکوال، شاعر او څېړونکي ځوانيمرګ عبدالقديم پتيال د ژوند او اثارو په اړه يو ورځنى علمي او څېړنيز سمينار جوړ شو.
دغه سمينار چې د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړ شوى و، په کې له کابل، ننګرهار او د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې څخه ليکوالانو، څېړونکو، شاعرانو او فرهنګيانو ګډون کړى و.
په سیمينار کې د پتيال د ژوند، شاعرۍ او ليکوالۍ د بېلابېلو اړخونو په اړه د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، رازقي نړيوال، زرين انځور، عبدالغفور لېوال، استاد لال پاچا ازمون، عصمت الله زهير، احسان الله درمل، محمد يار يار او ګڼو نورو ليکوالو او څېړونکو مقالې او ويناوې واورولې.
د سمينار په پيل کې د ولسمشر اشرف غني او د اطلاعاو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني پيغامونه وړاندې شول چې ارواښاد پتيال يې ځيرک ليکوال او څېړونکى ياد کړى و، چې په کم عمر کې يې د لويو ليکوالو په څېر څېړنيز اثار ليکلي او چاپ کړي وو.
ورپسې د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا وينا وکړه او ويې ويل، ارواښاد پتيال نه يوازې تکړه ليکوال، شاعر او څېړونکى و، بلکې د کندهار ولايت ډېر هڅاند مرستيال هم و چې د هېواد دښمنانو له ژونده بې برخې کړ.
هغه زياته کړه، پتيال د ادب تر څنګ د سياست په ډګر کې هم تازه غوړېدلى و او په دواړو برخو کې يې د ليکنو او تحقيق ځانګړى استعداد لاره.
login or register a new account.