کندهار ( پژواک، د غویي لومړۍ ۹۴) : په کندهار کې د ليکوال، شاعر او څېړونکي ځوانيمرګ عبدالقديم پتيال د ژوند او اثارو په اړه يو ورځنى علمي او څېړنيز سمينار جوړ شو.
دغه سمينار چې د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړ شوى و، په کې له کابل، ننګرهار او د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې څخه ليکوالانو، څېړونکو، شاعرانو او فرهنګيانو ګډون کړى و.
په سیمينار کې د پتيال د ژوند، شاعرۍ او ليکوالۍ د بېلابېلو اړخونو په اړه د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، رازقي نړيوال، زرين انځور، عبدالغفور لېوال، استاد لال پاچا ازمون، عصمت الله زهير، احسان الله درمل، محمد يار يار او ګڼو نورو ليکوالو او څېړونکو مقالې او ويناوې واورولې.
د سمينار په پيل کې د ولسمشر اشرف غني او د اطلاعاو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني پيغامونه وړاندې شول چې ارواښاد پتيال يې ځيرک ليکوال او څېړونکى ياد کړى و، چې په کم عمر کې يې د لويو ليکوالو په څېر څېړنيز اثار ليکلي او چاپ کړي وو.
ورپسې د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا وينا وکړه او ويې ويل، ارواښاد پتيال نه يوازې تکړه ليکوال، شاعر او څېړونکى و، بلکې د کندهار ولايت ډېر هڅاند مرستيال هم و چې د هېواد دښمنانو له ژونده بې برخې کړ.
هغه زياته کړه، پتيال د ادب تر څنګ د سياست په ډګر کې هم تازه غوړېدلى و او په دواړو برخو کې يې د ليکنو او تحقيق ځانګړى استعداد لاره.
د ډيورنډ کرښې د پورې غاړې (پښين) څخه راغلي ليکوال او شاعر د ارواښاد پتيال پر شاعري مقاله وړاندې کړه او ويې ويل چې د پتيال په شاعري کې ځوانانو ته د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په برخه کې څرګنده پيغامونه شته.
د هېواد د ملي راډيو ټلوېزيون مشر ليکوال او څېړونکي زرين انځور بيا د پتيال پر تحقيقي اثارو وږغېد او د ارواښاد بېنوا په اړه يې د هغه د ليکل شوي اثر يادونه وکړه چې په ډېره علمي توګه يې د هغه د ژوند او شخصيت په اړه تياره اړخونه روښانه کړي وو.
د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر محمد يار يار بيا په خپله مقاله کې په پوهنتونونو کې د شته افراطيت يادونه وکړه چې د ارواښاد پتيال د ژوند شمع يې خاموشه کړه.
نوموړي وويل د هېواد په پوهنتونونو کې ډېرى استاد داسې چپټرونه او کتابونه تدريسوي چې محصلين افراطيت ته رابولي او له ولسواک نظام سره په څرګند ټکر کې دي.
په سمينار کې ګڼو نورو ليکوال هم مقالې او ويناوې وړاندې کړي چې د پتيال د ژوند او اثارو په اړه يې بېلابېل اړخونه درلودل.
په پاى کې يو اووه ماده ييز پرېکړه ليک هم وړاندې شو، چې د پتيال په نوم د کندهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د يوه کتابتون د جوړولو او دغه راز د هغه د اثارو د راټولولو او چاپولو غوښتنه شوې وه.
په پرېکړه ليک کې دغه راز غوښتنه شوې وه چې د هېواد په پوهنتونو کې دې د افراطيت او تشدد د مخنيوي لپاره په لوړه کچه کوټلي ګامونه پورته شي.
پتيال چې د کندهار د والي د مرستيالۍ تر څنګ پېژندل شوى ليکوال، څېړونکى او شاعر هم و، د ١٣٩٣ کال د لړم په ١١مه ماښام مهال په کندهار پوهنتون کې د درس پر مهال په خپل ټولګي کې په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.
عبدالقديم پتيال د حاجي سردار محمد زوى، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک کلي اوسېدونکى و او ١٣٦٢ لمريز کال د کب/حوت مياشتې په لومړۍ نېټه د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې زېږېدلى و.
هغه په ١٣٨٨ لمريز کال له ښوونځي فارغ او په ١٣٨٩ لمريز کال کې يې د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د پښتو ادبياتو په څانګه کې زده کړې پيل کړې.
پتيال د ښکلا او کندهار مجلو مسوول مدير پاته شوى، په کندهار کې يې له هبيتات موسسې سره د ځوانانو د څانګې د مسوول په توګه کار کړى، وروسته د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس شو او په ١٣٩٢لمريز کال کې د کندهار ولايت د مرستيال په توګه وټاکل شو.
نوموړي د دې تر څنګ يو شمېر علمي او ادبي اثار ليکلي چې زرپاڼه (ناول)، انکار (شعري ټولګه)، نتلى ليکوال (د استاد محمدګل نوري ژوند او اثارو ته لنډه کتنه) او پردېس بېنوا (تحقيقي اثر) يې د يادولو وړ دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










