Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کونړ کې ١٥ وسلوالو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

اسعد اباد، پل علم ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : د کونړ ولايت په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې ١١ وسلوالو او څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه په چپه دره ولسوالۍ کې بې پيلوټه هوايي بريد کړى و.

هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې دوه وسلوال مخالفين وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د سيد خېل په وينا، وژل شوي او ټپي وسلوال ټول کورني طالبان دي او په دې بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

امنيه قوماندان دغه راز وويل چې تېره شپه د سرکاڼو ولسوالۍ  په بهرابادسيمه کې ديوې نښتې په ترڅ کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي ، درې ټپيان دي.

د هغه په وينا، دغه راز په دې پېښه کې يو پوليس هم وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې په لوګر ولايت کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور ١١ کسان نيول شوي دي.

د لوګر امنيه قوم اندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحقزي پژواک ته وويل چې دا عمليات د ولايت د مرکز پل علم اړونده په بېلا بېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې د يادو عملياتو پر مهال له يوه کور څخه پنځه او له بل کور څخه شپږ شکمن کسان نيول شوي دي.

دى وايي چې له دوى سره دوه ميله وسلې هم ترلاسه شوي دي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.