ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار لرغوني ځايونه جدي رغونې اړتيا لري

د کندهار لرغوني ځايونه جدي رغونې اړتيا لري

author avatar
29 Apr 2015 - 17:04
د کندهار لرغوني ځايونه جدي رغونې اړتيا لري
author avatar
29 Apr 2015 - 17:04

کندهار (پژواک، ٩ غويى ٩٤): د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، د دغه ولايت ګڼ شمېر تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې جدي رغونې او ساتنې ته اړتيا لري.

د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له دوى سره په کندهار کې ٣٠ تاريخي ابدات ثبت دي چې ځينې يې زرګونه کاله مخينه لري.

هغه زياته کړه، دغه تاريخي ابدات د کندهار زوړ ښار، د اشوکا کتيبه، چهل زينه، نارنج ماڼۍ، منډيګک، ارګ، احمد شاهي کلا، د سپېروان غونډۍ، مينا برج او يو شمېر نور مقدس اماکن دي چې ډېر يې دا مهال په بد حالت کې دي او که پاملرنه ورته و نه شي، نو له منځه به لاړ شي.

د نوموړي په وينا، د ناامنۍ تر څنګ تاريخي ابداتو ته څېرمه د ځمکو غصب او د خپلسرو ودانيو جوړول هغه څه دي چې د لرغونو ځايونو ارزښت ته يې زيان اړولى او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ يې کړي دي.

د هغه په خبره، په دې برخه کې نارنج ماڼۍ تر ټولو ډېره له ګواښ سره مخ ده، ځکه په تېر کې يې ګڼې ځمکې غصب شوي دي.

مينه پال وايي، هغوى هڅه کړې په دغه تاريخي سيمه کې د نور غصب مخه ونيسي، خو مرکزي ادارې ته په کار دي چې پر نارنج ماڼۍ محافظتي دېوال راوګرځوي، تر څو په بشپړه توګه خوندي او تاريخي ارزښت يې پر ځاى پاته شي.

خو نوموړي يادونه وکړه چې د دې تر څنګ ګڼ شمېر نور تاريخي ابدات چې په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو لکه ارغنداب، پنجوايي، ميوند، سپين بولدک او نورو کې موقعيت لري، د مرکزي اداري جدي پاملرنې او ساتنې ته اړتيا لري.

د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې د ګوتو په شمېر تاريخي ځايونه ترميم شوي، چې په دې لړ کې د احمد شاه بابا مقبره او خرقه مطهره شامل دي.

مينه پال زياته کړه: ((په ١٣٩٣ لمريز کال کې مو د احمدشاه بابا د مقبرې او خرقې مطهرې د ترميم چارې د اړوند وزارت په ٢٢ ميليونه افغانيو لګښت راپيل کړې چې د خرقې مطهرې کار بشپړ شوى او د احمد شاه بابا د مقبرې د رغونې چارې لا هم روانې دي چې دا مهال ٨٠ سلنه بشپړې شوي دي.))

ده دغه راز خبر ورکړ چې د احمدشاه بابا د کور د استملاک کارونه هم بشپړ شوي او اړوندې چارې يې د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوې دي.

د احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړي سمت اړوند د سدوزو په کوڅه کې موقعيت لري چې اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه پر ځاى پاته دى، دغه کور په (۱۱۷۲) کال کې د احمدشاه بابا په لارښوونه د فني کارګرانو او معمارانو له خوا په بخارا يي سبک جوړ شوى دى .

مينه پال وايي تر استملاک وروسته به په دغه کور کې موزيم جوړ کړي او يا به يې په خپله بڼه د سيلانيانو پر مخ پرانيزي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.