منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار لرغوني ځايونه جدي رغونې اړتيا لري

· ۵ دقیقې لوستل · ۲۰۶ کتنې

کندهار (پژواک، ٩ غويى ٩٤): د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، د دغه ولايت ګڼ شمېر تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې جدي رغونې او ساتنې ته اړتيا لري.

د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له دوى سره په کندهار کې ٣٠ تاريخي ابدات ثبت دي چې ځينې يې زرګونه کاله مخينه لري.

هغه زياته کړه، دغه تاريخي ابدات د کندهار زوړ ښار، د اشوکا کتيبه، چهل زينه، نارنج ماڼۍ، منډيګک، ارګ، احمد شاهي کلا، د سپېروان غونډۍ، مينا برج او يو شمېر نور مقدس اماکن دي چې ډېر يې دا مهال په بد حالت کې دي او که پاملرنه ورته و نه شي، نو له منځه به لاړ شي.

د نوموړي په وينا، د ناامنۍ تر څنګ تاريخي ابداتو ته څېرمه د ځمکو غصب او د خپلسرو ودانيو جوړول هغه څه دي چې د لرغونو ځايونو ارزښت ته يې زيان اړولى او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ يې کړي دي.

د هغه په خبره، په دې برخه کې نارنج ماڼۍ تر ټولو ډېره له ګواښ سره مخ ده، ځکه په تېر کې يې ګڼې ځمکې غصب شوي دي.

مينه پال وايي، هغوى هڅه کړې په دغه تاريخي سيمه کې د نور غصب مخه ونيسي، خو مرکزي ادارې ته په کار دي چې پر نارنج ماڼۍ محافظتي دېوال راوګرځوي، تر څو په بشپړه توګه خوندي او تاريخي ارزښت يې پر ځاى پاته شي.

خو نوموړي يادونه وکړه چې د دې تر څنګ ګڼ شمېر نور تاريخي ابدات چې په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو لکه ارغنداب، پنجوايي، ميوند، سپين بولدک او نورو کې موقعيت لري، د مرکزي اداري جدي پاملرنې او ساتنې ته اړتيا لري.

د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې د ګوتو په شمېر تاريخي ځايونه ترميم شوي، چې په دې لړ کې د احمد شاه بابا مقبره او خرقه مطهره شامل دي.

مينه پال زياته کړه: ((په ١٣٩٣ لمريز کال کې مو د احمدشاه بابا د مقبرې او خرقې مطهرې د ترميم چارې د اړوند وزارت په ٢٢ ميليونه افغانيو لګښت راپيل کړې چې د خرقې مطهرې کار بشپړ شوى او د احمد شاه بابا د مقبرې د رغونې چارې لا هم روانې دي چې دا مهال ٨٠ سلنه بشپړې شوي دي.))

ده دغه راز خبر ورکړ چې د احمدشاه بابا د کور د استملاک کارونه هم بشپړ شوي او اړوندې چارې يې د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوې دي.

د احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړي سمت اړوند د سدوزو په کوڅه کې موقعيت لري چې اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه پر ځاى پاته دى، دغه کور په (۱۱۷۲) کال کې د احمدشاه بابا په لارښوونه د فني کارګرانو او معمارانو له خوا په بخارا يي سبک جوړ شوى دى .

مينه پال وايي تر استملاک وروسته به په دغه کور کې موزيم جوړ کړي او يا به يې په خپله بڼه د سيلانيانو پر مخ پرانيزي.

نوموړي زياته کړه: ((د وروستيو لسيزو جګړو په پايله کې چې څومره زيان تاريخي ځايونو او ابداتو ته اوښتى، هومره ګرځندوى او سياحت ته اوښتى.))

هغه وويل، د ناامنيو او ځينو نورو ستونزو له امله د کندهار تاريخي سيمې هيڅ بهرني سيلانيان نه لري، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د تاريخي سيمو له سيل او سياحت څخه ډېر عوايد تر لاسه کېږي.

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه وغوښتل چې تر هر څه وړاندې دې لرغونې سيمي او تاريخي ابدات ترميم او وساتي او وروسته دې ورته د سياحت په برخه کې داسې سيسټم جوړ کړاى شي چې پر سر يې عوايد تر لاسه شي، چې هم پرې تاريخي ځايونه وساتل شي او هم ملي بوديجه بډايه شي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې د تاريخي ابداتو د ساتنې چارې بايد د پوليسو په چوکاټ کې د ځانګړې قطعې له خوا وشي.

د اطلاعاتو او کلتور رييس په ١٣٩٣ لمريز کال کې د اړوند رياست د فعاليتونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې په دې کال کې يې په داسې حال کې طلوع افغان تاريخي ورځپاڼه او کندهار مجله ژوندي ساتلي، چې د وزارت له خوا ورته په دې برخه کې هيڅ بوديجه نه ورکول کېږي.

هغه وويل: ((تر دې مهاله مو طلوع افغان ورځپاڼه او کندهار دوې مياشتنۍ ادبي مجله په فقر او بسپنه چلولي دي.))

نوموړي دغه راز زياته کړه چې په دې کال کې يې د مياشتنيو ادبي مشاعرو تر څنګ انار ګل دوديزه کلنۍ مشاعره او د پير محمد کاکړ سيمينار يې جوړ کړى دى.

هغه وويل په دې کال کې يې د دوه عنوانه کتابونو د چاپ تر څنګ د ګڼو شخصتيونو لمانځ غونډې جوړې کړي، د ځوانانو لپاره يې روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي او دغه راز يې په بهرنيو ژبو د لوحو ليکلو او پر موټرونو د مبتذلو جملو او اشعارو د ليکلو د مخنيوي کمپاينونه تر سره کړي دي.

مينه پال دغه راز په کندهار کې د رسنيو په ځانګړې توګه د راډيوګانو د خپرونو د اصلاح په موخه د خپلو هڅو يادونه وکړه او ويې ويل چې د رسنيو له استازو سره يې منظمې ناستې کړي او هغوى يې اړ کړي چې د خلکو له اړتياوو سره سمې معياري خپرونې وړاندې کړي.

نوموړي دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رياست په چوکاټ کې د کتابتون په اړه هم معلومات ورکړل چې ١٤ زره جلده کتابونه په کې شته او د اړتيا پر مهال ورڅخه زده کوونکي، محصلين او نور ګټه اخلي.

خو هغه وويل چې د عامه کتابتون لپاره يو جلا او ځانګړې ودانۍ ته اړتيا ده چې له ښه مرغه په دې وروستيو کې کندهار ښاروالۍ ورته د ښار په مرکزي سيمه کې ٣ جريبه ځمکه ځانګړې کړې ده او د وزارت په مالي لګښت به ورباندې ودانۍ جوړه کړي.

ده له وزارت څخه وغوښتل چې د کندهار ښار په ټولو ناحيو او ولسواليو کې کتابتونونه جوړ کړي.

مينه پال د رياست د اړوند تشکيل په اړه وويل چې تېر کال يې ٨٠ سلنه بشپړ کړى، خو ستونزه دا ده چې ډېرى کسان په هغو ادارو کې کار ته زړه نه ښه کوي چې عوايد و نه لري.

نوموړي وويل، په روان کال کې به د تاريخي ابداتو د رغونې د هڅو تر څنګ د ملي سوداګرو په مرسته شاوخوا لس علمي او څېړنيز کتابونه انتخاب او چاپوي او دغه راز ډېر ژر به د کندهار ښاروالۍ پر تاريخچه يو څېړنيز سيمينار هم جوړ کړي، چې د مقالو ټولګه به يې هم چاپ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول مرکې