ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د موټرسايکلو پر غبرګې سپرلۍ بنديز ولګېد

کندهار کې د موټرسايکلو پر غبرګې سپرلۍ بنديز ولګېد

author avatar
30 Apr 2015 - 17:24
کندهار کې د موټرسايکلو پر غبرګې سپرلۍ بنديز ولګېد
author avatar
30 Apr 2015 - 17:24

کندهار (پژواک، ١٠ غويى ٩٤): د کندهار امنيه قوماندانۍ د موټرو پر تورو هېندارو او د موټر سايکل پر غبرګو سپرليو بنديز لګولى دى.

 د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال رحمت الله اطرافي نن خبريالانو ته وويل چې د مرکزي ادارې په امر دوى تر دې وروسته پر يوه موټر سايکل يواځې يوه تن ته د سپرلۍ اجازه ورکوي او همداراز څوک حق نه لري خپلو موټرو ته تورې هندارې ولګوي.

دا پرېکړه په داسې مهال کېږي چې په وار وار په ځينو ولايتونو ترهګرو ځينې دولتي مامورين او چارواکي په نښه کړي او له موټرسايکل څخه په ګټه اخيستو له سيمې تښتېدلي دي.

ښايي د کندهار دا کار تر يوه بريده د داسې پېښو په مخنيوي کې مرسته وکړي.

اطرافي همداراز په تېره اوونۍ کې د کندهار پوليسو پر لاسته راوړنو او مخالفانو ته د تلفاتو اوښتو په اړه معلومات ورکړل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.