ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو کارګرانو له حکومت څخه  کار  وغوښت

لاريون کوونکو کارګرانو له حکومت څخه کار وغوښت

author avatar
1 May 2015 - 16:47
لاريون کوونکو کارګرانو له حکومت څخه  کار  وغوښت
author avatar
1 May 2015 - 16:47

کابل(پژواک ١١غويى ٩٤) : په کابل کې سلګونو کارګرانو د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومتي چارواکو وغوښتل چې له ژمنو سره سم  دې دوى ته  د کار زمينه برابره کړي.

ياد شوى لاريون نن سهار په کابل کې د کارګرانو د ملي ټولنې له خوا له زړو مکروريانو څخه تر پل محمود خان سيمې پورې تر سره شو .

د کارګرانو د ملي ټولنې مشر محمد معروف قادري وويل چې د ملي يوالي حکومت مشران بايد له خپلو ژمنو سره سم کار ګرانو ته د کار زمينه برابره کړي.

ده وويل چې حکومت بايد د کار قانون په بشپړه توګه عملي کړي، د دولتي مامورينو تنخواوې لوړې کړي او کار ګرانو ته  د ژوند نورې اسانتياوې برابر کړي.

يادو لاريون کوونکو د "کار غواړو"، "ډوډۍ غواړو" شعارونه هم ورکول.

يو تن لاريون کوونکي احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې او د ملي يوالي حکومت د کار ګرانو ژوند ته اړينه پاملرنه نه ده کړې .

هغه زياته کړه : ((کارګرانو ته يوه ورځ کار وي يوه ورځ نه وي، ډيرى کارګران نه شي کولى درې وخته په مړه ګېډه ډوډۍ وخوري.))

يو بل لاريون کوونکى حبيب الله وايي : ((بيخي کار ورک دى موږ حيران پاتې يو چې څه وکړو ته باور وکړه چې ماښام شي زموږ زياتره کارګران د سوال لپاره لاس نيسي.))

ده هم پر حکومت غږ  وکړ چې له ژمنې سره سم کارګرانو ته د کار زمينه برابره کړي.

د يادونې ده چې لسګونه کاله وړاندې د امريکا په شيکاګو ايالات کې يو شمېرکارګرانو د خپلو حقونود ترلاسه کولو لپاره اعتراض وکړ، خو د پوليسو له خوا سخت ووهل شول چې دغه ورځ د مې مياشتې له لومړۍ نېټې سره برابره وه او تر هغه وروسته هر کال د مې لومړۍ نېټه د کارګرانو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.