Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر څارنوالۍ ته معرفي شو

کندهار (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): چارواکي وايي چې د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر محمدنبي نيازى يې د فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژندلى دى.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول صميم خپلواک د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پرېکړه د ولايت مقام په اوونيزه اداري غونډه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، د کندهار د فوټبال فدراسيون پر مشر محمدنبي نيازي تور دى چې دوه ميليونه افغانۍ يې د عوايدو په توګه راټولې کړې، خو معلومه نه ده چې دا پيسې يې چېرې او څنګه لګولې دي.

د نوموړي په وينا، د فوټبال فدراسيون مشر د دوو کلونو په اوږدو کې د راټولو شوو عوايدو او لګښتونو په اړه نه مرکزي ادارې ته او نه هم د دې موضوع د څېړلو لپاره ټاکل شوي پلاوي ته قناعت ورکړى دى.

هغه زياته کړه، دا چې دغه موضوع ښه روښانه شي، د ولايتي ادارې له خوا يې د څېړلو لپاره يو کمېسيون ټاکل شوى، تر څو هم موضوع وڅېړي او هم د دغه فدراسيون لپاره وړ کس پر دنده وګوماري.

د کندهار ولايت مقام  مرستيال عبدالعلي شمسي وايي چې له ډېره وخته د کندهار د فوټبال په فدراسيون کې ستونزې وې چې له امله يې په دغه ولايت کې د فوټبال منتخبه او نورې ډلې سختې کمزورې شوې وې.

هغه زياته کړه، په فدراسيون کې يې د ستونزو د څېړلو په موخه پلاوى ټاکلى او هغوى ته يې لارښوونه کړې چې پر دې څوکۍ وړ کس وګوماري.

نوموړي دا هم وويل چې د کندهار د فوټبال فدراسيون له دې امله چې په مالي برخه کې يې مرکزي او ولايتي ادارې ته قناعت ورکوونکى ځواب نه دى ورکړى، رسماً څارنوالۍ ته معرفي کړى دى.

په دې اړه په خپله د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر محمد نبي نيازي رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.