کلات (پژواک، ١٢ غويى ٩٤): د زابل امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د پنځو تښتول شوو کسانو له ډلې درې يې وژلي او دوه لا اوس هم ورسره بنديان دي.
د دغه ولايت د والي وياند ګل اسلام سيال د غويي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان دوه ورځې مخکې د زابل د مرکز کلات اړوند د سپينې غبرګې په سيمه کې د کابل کندهار له لويې لارې تښتول شوي وو.
نوموړي زياته کړه چې پنځه واړه تښتول شوي کسان ملکي وګړي دي او د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي دي .
د ده په خبره، دغه کسان چې يو يې د ده په خبره انجنير دی، له کلات څخه غزني ته روان و چې وتښتول شول خو نوموړی وايي چې نه پوهېږي انجنير چېرې دنده لرله.
سيال وايي چې د پوليسو ګزمې نن سهار د دريو تنو مړي د کابل کندهار لويې لارې ته څېرمه موندلي خو د يوه انجنير په ګډون دوه تنه لا هم تري تم دي.
د زابل د مرکزي روغتون يوه نوکريوال ډاکتر پژواک ته وويل چې د دريو تنو جسدونه پوليسو ور وړي وو چې وروسته بېرته ولېږدول شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP