Language

د بلخ چارواکي ، رسنيو ته د معلوماتو په نه ورکولو تورن شول

مزارشريف (پژواک، ١٤ غويى ٩٤): په مزارشريف ښار کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې  د بلخ چارواکي رسنيو ته د معلوماتو په نه ورکولو تورن شول.

دغه ناسته د غويي په ۱۴مه د بلخ د رسنيز مرکز له خوا جوړه شوې وه چې د لسګونو خبريالانو تر څنګ په کې د بلخ ولايت مقام مرستيال، د اطلاعات او فرهنګ رييس او د امنيه قوماندانۍ وياند برخه اخيستې وه.

د ياد مرکز مسوول او د بلخ د والي وياند منير فرهاد د يادې ناستې په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځ په پلمه يې د دولتي او امنيتي چارواکو او د خبريالانو تر منځ د مستقيمې ناستې زمينه برابره کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې په دې ناسته کې خبريالانو نېغ په نېغه د مطبوعاتو د ازادۍ د ساتنې تر څنګ له دولتي او امنيتي چارواکو سره خپلې مشورې شريکې کړې او ځای ځای يې نيوکې هم وکړې.

د ازادۍ راډيو خبريال مجيب حبيبزوی په ياده ناسته کې د بلخ امنيتي او دولتي چارواکي پر وخت له خبريالانو سره د اړينو خبري معلوماتو پر نه شريکولو تورن کړل.

نوموړي زياته کړه چې ډېری وخت د راپور د جوړېدو په ټاکلي وخت کې اړين معلومات نه شي ترلاسه کولی چې له امله خبري موضوع خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

د هغه په وينا، بلخ که څه هم د رسنيز فعاليت لپاره د ډېرو ولايتونو په پرتله ځينې لاسته راوړنې لري خو بيا هم جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

په ياده ناسته کې د پژواک خبري اژانس خبريال ذبيح الله احساس د بلخ د رسنيز مرکز د ځينو کړنو د ستايلو تر څنګ پر دې خبره ټينګار وکړ چې ځيني وخت د ځينو دولتي او امنيتي چارواکو له خوا د معلوماتو نه شريکولو له ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې امنيتي او دولتي چارواکي له خبريالانو سره همکاري وکړي نو د مطبوعاتو ازادي به وده وکړي چې ورسره به د بلخ رسنيز فعاليتونه لا ښه شي.

احساس همداراز د بلخ د بيارغونې پر روانې لړۍ نيوکه وکړه، ويې ويل چې د ښار په ځينو برخو کې د بيارغونې د کارونو ټکنيتوب خلک د نامتوازن حرکت له شک سره مخ کړي دي.

نوموړي د مزارشريف ښار د شمال لور مرکزي ساحې دشت شور ته اشاره وکړه چې عمومي سړک يې له قير کېدو پاتې دی او د ښار په ډېری ساحو کې فرعي سړکونه قير کېږي.

د هغه په وينا، هره ورځ ورته د يادې موضوع په اړه د ښار اوسېدونکي شکايت کوي، بار بار يې پرې راپورونه جوړ کړي خو هېڅ نتيجه يې ده ورکړې.

login or register a new account.

Related Topics