مزارشريف (پژواک، ١٤ غويى ٩٤): په مزارشريف ښار کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې د بلخ چارواکي رسنيو ته د معلوماتو په نه ورکولو تورن شول.
دغه ناسته د غويي په ۱۴مه د بلخ د رسنيز مرکز له خوا جوړه شوې وه چې د لسګونو خبريالانو تر څنګ په کې د بلخ ولايت مقام مرستيال، د اطلاعات او فرهنګ رييس او د امنيه قوماندانۍ وياند برخه اخيستې وه.
د ياد مرکز مسوول او د بلخ د والي وياند منير فرهاد د يادې ناستې په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځ په پلمه يې د دولتي او امنيتي چارواکو او د خبريالانو تر منځ د مستقيمې ناستې زمينه برابره کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې په دې ناسته کې خبريالانو نېغ په نېغه د مطبوعاتو د ازادۍ د ساتنې تر څنګ له دولتي او امنيتي چارواکو سره خپلې مشورې شريکې کړې او ځای ځای يې نيوکې هم وکړې.
د ازادۍ راډيو خبريال مجيب حبيبزوی په ياده ناسته کې د بلخ امنيتي او دولتي چارواکي پر وخت له خبريالانو سره د اړينو خبري معلوماتو پر نه شريکولو تورن کړل.
نوموړي زياته کړه چې ډېری وخت د راپور د جوړېدو په ټاکلي وخت کې اړين معلومات نه شي ترلاسه کولی چې له امله خبري موضوع خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
د هغه په وينا، بلخ که څه هم د رسنيز فعاليت لپاره د ډېرو ولايتونو په پرتله ځينې لاسته راوړنې لري خو بيا هم جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
په ياده ناسته کې د پژواک خبري اژانس خبريال ذبيح الله احساس د بلخ د رسنيز مرکز د ځينو کړنو د ستايلو تر څنګ پر دې خبره ټينګار وکړ چې ځيني وخت د ځينو دولتي او امنيتي چارواکو له خوا د معلوماتو نه شريکولو له ستونزو سره مخ کېږي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې امنيتي او دولتي چارواکي له خبريالانو سره همکاري وکړي نو د مطبوعاتو ازادي به وده وکړي چې ورسره به د بلخ رسنيز فعاليتونه لا ښه شي.
احساس همداراز د بلخ د بيارغونې پر روانې لړۍ نيوکه وکړه، ويې ويل چې د ښار په ځينو برخو کې د بيارغونې د کارونو ټکنيتوب خلک د نامتوازن حرکت له شک سره مخ کړي دي.
نوموړي د مزارشريف ښار د شمال لور مرکزي ساحې دشت شور ته اشاره وکړه چې عمومي سړک يې له قير کېدو پاتې دی او د ښار په ډېری ساحو کې فرعي سړکونه قير کېږي.
د هغه په وينا، هره ورځ ورته د يادې موضوع په اړه د ښار اوسېدونکي شکايت کوي، بار بار يې پرې راپورونه جوړ کړي خو هېڅ نتيجه يې ده ورکړې.
د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس استاد محمدنظري چې په ياده ناسته کې يې برخه لرله، په بلخ ولايت کې د تحقيقي ژورنالېزم کمښت د رسنيزو فعاليتونو يوه ستره نيمګړتيا وګڼله.
نوموړي زياته کړه، د ده د معلوماتو له مخې په مزارشريف کې د تحقيقي ژورنالېزم په برخه کې ښه کار کوونکي خبريالان شته؛ خو د رسنيو له خوا ورته لازم امکانات او مالي ملاتړ نه برابرېږي چې په منظمه توګه تحقيقي راپورونه چمتو کړي.
د هغه په وينا، ژورنالېزم له تيوريک اړخه په عملي برخې ډېر ولاړ دی او د دې برخې پر مخ وړل امکاناتو ته اړتيا لري.
د بلخ ولايت مقام مرستيال ظاهر وحدت د ناستې په پای کې د خبريالانو د خبرو په ځواب کې ومنله چې په ځينو برخو کې نيمګړتياوې شته؛ خو د بلخ ولايت چارې د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې بې بېلګې دي.
نوموړي په بلخ ولايت کې مطبوعاتو د ازادۍ ننګه وکړه او زياته يې کړه، هڅه به وکړي چې په ټولو دولتي او امنيتي ادارو يو ځل بيا د سمو او پر وخت معلوماتو شريکولو ټينګار وکړي.
هغه د مزارشريف په ښار کې د دشت شور سيمې د عمومي سړک د موضوع شريکولو په اړه له پژواک څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې د ياد سړک د جوړېدو په اړه له المان هېواد سره خبرې روانې دي چې په نږدې موده کې ممکن د همدې هېواد په مالي ملاتړ يې چارې روانې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










