منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک: وسله وال د ګردېز اړوند پر لويو لارو تلاشي کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

ګردېز (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): د پکتيا د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان د ګردېز ښار د اړوند سيمو پر لويو لارو تلاشي کوي .

دوی وايي وسله وال طالبان له موټرو خلک راښکته کوي او پلټنې کوي او هغه څوک چې له دولت او يا نورو ځايونو کې کار کوي له ځان سره بيايي.

د زرمت ولسوالۍ يو اوسېدونکی ګلاب خان وايي چې دی د دې ولسوالۍ د مموزو له سيمې ګردېز ښار ته د دوکاندارۍ لپاره راځي چې ډېر وخت د طالبانو له تلاشۍ سره مخ کېږي.

نوموړی وايي، د ګردېز اړوند سيمو کې په بېلابېلو ځايونو کې وسله وال طالبان ولاړ وي او خلک تلاشي کوي او هغه څوک چې د دوی تر شک لاندې ورشي هغه له موټره راښکته کوي او له ځان سره يې بيايي.

ګلاب خان وايي چې دغه حالت عادي دی او څوک غبرګون نه ښيي؛ ځکه چې له دې ډول تلاشيو سره خلک بلد شوي دي.

يواځې د ګردېز زرمت لاره نه ده چې وسله وال طالبان د ورځې پر مهال خلک تلاشي کوي، بلکې د ګردېز اړوند نورې سيمې هم شته چې دا ډول کار په کې ترسره کېږي .

د ياد ښار سوېل ختيځه سيمه نيستي کوټ هغه ځای دی چې وسله وال طالبان په کې وخت ناوخت تلاشي کوي.

د دې سيمې يو اوسېدونکی ميرزمان وايي، دلته د ورځې له خوا طالبان راځي، په لويه لاره کې درېږي او د خلکو تلاشي کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا هغه ځای دى چې وسله وال طالبان په کې تلاشي کوي، امنيتي کسان هم ګزمې کوي خو بيا هم طالبان په لارو کې درېږي.

د پکتيا ولايتي شورا يو شمېر غړي هم مني چې په دې ورستيو وختونو کې د ګردېز شاوخوا سيمو کې د وسله والو طالبانو دا ډول فعاليتونه زيات شوي دي.

د يادې شورا يو غړی تاج محمد منګل وايي: ((دا ډول شکايتونه موږ ته هم را رسېدلي او خلکو اندېښنه څرګنده کړې چې دا ډول ستونزې ورځ تربلې په زياتېدو دي.))

د نوموړي په وينا، څو ورځې مخکې د ګردېز ښار د لوېديځ په څو کيلومترۍ د اريانا پمپ په نوم سيمه کې هم وسله والو پاټک اچولی و او خلک يې تلاشي کول.

هغه پژواک ته وويل: ((د خلکو دغه غوښتنې موږ امنيتي چارواکو ته رسولې، په دې هيله چې دوی پرې اقدام وکړي.))

خو د پکتيا امنيتي چارواکي بيا دا مسئله دومره مهمه نه بولي او وايي چې دغه کار د وسله والو طالبانو له خوا تبليغ او وېره خپرول دي چې کله ناکله يې ترسره کوي.

د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل پژواک ته وويل چې په ټول هېواد کې د نا امنۍ ستونزې شته خو په پکتيا کې په دومره اندازه حالات له کنټروله نه دي وتلي چې وسله وال طالبان دې په رڼا ورځ د ګردېز اړوند سيمو کې تلاشي وکړي .

نوموړی چې کله کله وسله وال طالبان پر خلکو باندې د ډار اچولو لپاره لويو لارو ته راوځي او د څو شېبو لپاره درېږي او بېرته ځي .

دی وايي هغه وخت چې دوی ته دا ډول معلومات ورشي نو دوی اقدام کړی او وسله وال يې نه دي پرېيښي ورانکارې کړنې ترسره کړي.

اويارخېل زياتوي: ((تېره ورځ له غرمې مخکې لس بجې د ګردېز اړوند د بنوزيو په سيمه کې وسله وال يوه ښوونځي ته ورغلي وو چې زموږ پوليسو ورباندې عمليات وکړل او له سيمې څخه يې لرې کړل.))

دی وايي، په دې نښته کې چې له هغوی سره يې کړې وه درې وسله وال وژل شوي او دوه پوليس په کې ټپيان شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست