Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قريب الرحمن سعيد: د قطر غونډه کې د موقت حکومت پر جوړښت هم خبرې وشوې

کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): د افغانستان په اړه د قطر په کنفرانس کې د حزب اسلامي د پلاوي غړى قريب الرحمن سعيد وايي چې په دې غونډه کې د موقت حکومت پر جوړولو هم خبرې وشوې.

د پګواش په نوم د يوې کاناډايۍ موسسې له خوا د روانې اوونۍ په پيل کې په قطر کې د (افغان ډيالوګ) په نوم دوه ورځنۍ کنفرانس جوړ شوى و چې په کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ د حزب اسلامي پلاوى او له کابل څخه ٢٠ کسيز پلاوي په کې ګډون  کړى و.

د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې د پلاوي غړي قريب الرحمن سعيد د غويي په ١٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د دوه کسيز پلاوي په دې غونډه کې ګډون کړى و چې دى په خپله  او ډاکتر غيرت بهير و.

هغه زياته کړه، دغه راز د کابل د حزب اسلامي له بلې ډلې انجنير قطب الدين هلال، مولوي عطاء الله لودين او مولوي شهزاده شاهد برخه اخيستې وه.

د سعيد په وينا،  له کابل څخه په  راغلو کسانو کې د پخوانيو وزيرانو او چارواکو تر څنګ د ولسمشر اشرف غني تره ډاکتر عبدالقيوم کوچى، ډاکتر فاروق اعظم، سيداسحاق ګيلاني، حاجي روح الله، وحيدالله شهراني، انوارالحق احدي او نورو ګډون کړى و.

دى وايي چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د يوناما د دفتر ځينو استازو هم برخه اخيستې وه.

د هغه په وينا، په دې غونډه کې ټولو ٤٤ کسانو برخه اخيستې وه او د بندو دروازو شا ته جوړه شوې وه، ډوډۍ او لمونځونه يې به په ګډه کول.

ده زياته کړه: ((دې ګردي مېز ته ورته کنفرانس د طالبانو په خوښه د پګواش د موسسې له خوا د يوناما په مرسته او د قطر  په مالي لګښت جوړ شوى و.

قريب الرحمن سعيد وايي چې د دې غونډې پرانيسته د طالبانو د پلاوي مشر او د دوى د قطر د دفتر منشي شېرمحمد عباس ستانکزي په وينا وشوه او د بحث زيات وخت هم دوى ته ځانګړى شوى و.

ده زياته کړه چې طالبانو به ډېرى مهال شکايتونه او غوښتنې کولې، خپل دريځ او تګلارې به يې بيانول.

دى وايي چې د حزب اسلامي پلاوي هم په دې غونډه کې مهم رول ولوباوو او پر ټولو ملي او نړيوالو مسايلو باندې يې خپل دريځ وړاندې کړ  او بحث يې پرې وکړ.

د حزب اسلامي د پلاوي غړي او په اروپا کې د سولې د کمېسيون مشر قريب الرحمن سعيد وايي چې د دوى دريځ دا و چې له هېواده ټول بهرني ځواکونه ووځي او د پرديو له لاسوهنو پرته د ازادو او بې پرې ټاکنو ترسره کول دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.