کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): د افغانستان په اړه د قطر په کنفرانس کې د حزب اسلامي د پلاوي غړى قريب الرحمن سعيد وايي چې په دې غونډه کې د موقت حکومت پر جوړولو هم خبرې وشوې.
د پګواش په نوم د يوې کاناډايۍ موسسې له خوا د روانې اوونۍ په پيل کې په قطر کې د (افغان ډيالوګ) په نوم دوه ورځنۍ کنفرانس جوړ شوى و چې په کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ د حزب اسلامي پلاوى او له کابل څخه ٢٠ کسيز پلاوي په کې ګډون کړى و.
د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې د پلاوي غړي قريب الرحمن سعيد د غويي په ١٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د دوه کسيز پلاوي په دې غونډه کې ګډون کړى و چې دى په خپله او ډاکتر غيرت بهير و.
هغه زياته کړه، دغه راز د کابل د حزب اسلامي له بلې ډلې انجنير قطب الدين هلال، مولوي عطاء الله لودين او مولوي شهزاده شاهد برخه اخيستې وه.
د سعيد په وينا، له کابل څخه په راغلو کسانو کې د پخوانيو وزيرانو او چارواکو تر څنګ د ولسمشر اشرف غني تره ډاکتر عبدالقيوم کوچى، ډاکتر فاروق اعظم، سيداسحاق ګيلاني، حاجي روح الله، وحيدالله شهراني، انوارالحق احدي او نورو ګډون کړى و.
دى وايي چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د يوناما د دفتر ځينو استازو هم برخه اخيستې وه.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې ټولو ٤٤ کسانو برخه اخيستې وه او د بندو دروازو شا ته جوړه شوې وه، ډوډۍ او لمونځونه يې به په ګډه کول.
ده زياته کړه: ((دې ګردي مېز ته ورته کنفرانس د طالبانو په خوښه د پګواش د موسسې له خوا د يوناما په مرسته او د قطر په مالي لګښت جوړ شوى و.
قريب الرحمن سعيد وايي چې د دې غونډې پرانيسته د طالبانو د پلاوي مشر او د دوى د قطر د دفتر منشي شېرمحمد عباس ستانکزي په وينا وشوه او د بحث زيات وخت هم دوى ته ځانګړى شوى و.
ده زياته کړه چې طالبانو به ډېرى مهال شکايتونه او غوښتنې کولې، خپل دريځ او تګلارې به يې بيانول.
دى وايي چې د حزب اسلامي پلاوي هم په دې غونډه کې مهم رول ولوباوو او پر ټولو ملي او نړيوالو مسايلو باندې يې خپل دريځ وړاندې کړ او بحث يې پرې وکړ.
د حزب اسلامي د پلاوي غړي او په اروپا کې د سولې د کمېسيون مشر قريب الرحمن سعيد وايي چې د دوى دريځ دا و چې له هېواده ټول بهرني ځواکونه ووځي او د پرديو له لاسوهنو پرته د ازادو او بې پرې ټاکنو ترسره کول دي.
هغه زياته کړه چې د دې ازاده اوعادلانه ټاکنو له لارې به يو خپلواک او ولسواک نظام رامنځته کېدل دي، ځکه چې جګړه د حل لاره نه ده.
دى وايي: ((موږ تل د سولې لپاره وړانديزونه کړي، د بحث لپاره مو د کابل د وخت چارواکو او نړيوالو ادارو ته ورکړي، خو جنګ زموږ پر ولس د پرديو د شتون او لاسوهنو له امله مسلط کېږي.))
د سعيد په وينا، حزب اسلامي تل پر بين الافغاني مذاکراتو ټينګار کړى دى او دا ډول کنفرانسونه کولى شي چې په ازاده فضا کې د هېواد پر مسايلو بحث وکړي.
د هغه په وينا، تر ډېره بريده به د طالبانو او حزب اسلامي دريځونه يو ډول وو.
نوموړى وايي چې د کنفرانس پر مهال د حزب اسلامي او د طالبانو د پلاوو تر منځ په صميمانه فضا کې ځانګړې ليدنې هم وشوې.
د قريب الرحمن سعيد په وينا، طالبانو په ډاګه کړه چې دوى په دا ډول غونډو او کنفرانسونو کې د خپل مشر ملا محمدعمر په اجازه ګډون کوي.
هغه وايي، په دغه کنفرانس کې له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل، د يوه موقت حکومت جوړښت، تور لېست له منځه وړل، د بنديانو خوشي کول، د طالبانو لپاره د يوه ادرس معلومول، د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو تضمينول، د بشري حقونو د ناورين مخنيوى، په اساسي قانون کې اړين بدلونونه راوستل او يا نوى اساسي قانون جوړول، د اقتصادي رشد او وړتياوو لپاره زمينه برابرول، له ګاونډيانو او نړيوالې ټولنې غوښتل تر څو د سولې په پروسه کې مرسته وکړي او نورو موضوعګانو خبرې وشوې.
د هغه په وينا، د کنفرانس پر مهال د افغانستان پر اوسني نظام نيوکې هم وشوې او دا يې له فساده ډک او بې واکه وباله.
خو قريب الرحمن سعيد وايى، د غونډې ځينو ګډونوالو له افغان حکومت څخه ننګه او ملاتړ کاوه.
دى وايي چې د غونډې ټولو ګډونوالو په يوه خوله د دې ډول کنفرانسون پر بار بار جوړولو ټينګار کاوه.
د هغه په وينا، د طالبانو پلاوي په دې ډول غونډو کې د افغان دولت د استازو له ګډون سره مخالفت کاوه، د حزب اسلامي دريځ دا و چې که دولت نېغ په نېغه په دې ډول غونډو کې ګډون نه شي کولى نو بيا دې ورته ستونزې هم نه جوړوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










