لښکرګاه ( پژواک، ٩ زمرى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې دولتي ځواکونو د هلمند د نوزاد ولسوالي بېرته نيولې ده.
وسلوالو طالبانو تر څو ورځنۍ جګړې وروسته وړمه ورځ د نوزاد ولسوالي نيولې وه.
په هملند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند ډګروال محمد رسول ځاځي د زمري په ٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو نن غرمه مهال په شاوخوا دولس نيمو بجو د نوزاد ولسوالۍ مرکز بېرته نيولي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې ملي اردو، د هلمند ولايت ملي پوليس او د کندهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو برخه اخيستې وه.
دنوموړي په وينا، په دې جګړه کې چې پرون پيل شوې وه، ١٥٠ تنه وسلوال طالبان وژل شوي، ٤٠ ژوبل دي او ددوى ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم دولتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
ډګروال ځاځى وايي چې په دې ټوله جګړه کې د ملي اردو درې سرتېري ژوبل شوي دي.
د هلمند والي ميرزا خان رحيمي پژواک ته وويل چې دولتي ځواکونو د کندهار دامنيه قوماندان په مرسته تېره شپه عمليات پيل کړي وو او نن يې لسګونو وسلوالو ته د مرګ ژوبلې اړولو وروسته يې ولسوالي بېرته ونيوله.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې ١٥ دولتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى وايي ، يو توپ او درې شوبلې چې طالبانو نيولې، هغه يې تخريب کړې او له کاره وتلي دي، خو نور وسلې او مهمات يې نه دي ويلي.
خو پرون د هلمند د ولايتي شورا غړو ويلي وو، چې د نوزاد په جګړه کې تر ١٥ ملي اردو دولتي سرتېري هم وژل شوي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيري ويلي چې ځواکونو يې له نوزاد ولسوالۍ څخه تکتيکي شاتګ کړى و او نن وکولى شول، چې بېرته ولسوالي ونيسي.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې وسلوالو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP