منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:11 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

دولتي ځواکونو د نوزاد ولسوالي بېرته ونيوله

· 2 دقیقې لوستل · 182 کتنې

لښکرګاه ( پژواک، ٩ زمرى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې دولتي ځواکونو د هلمند د نوزاد ولسوالي بېرته نيولې ده.

وسلوالو طالبانو تر څو ورځنۍ جګړې وروسته وړمه ورځ د نوزاد ولسوالي نيولې وه.

په هملند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند ډګروال محمد رسول ځاځي د زمري په ٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو نن  غرمه مهال په شاوخوا دولس نيمو بجو د نوزاد ولسوالۍ مرکز بېرته نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې ملي اردو، د هلمند ولايت ملي پوليس او د کندهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو برخه اخيستې وه.

 دنوموړي په وينا، په دې جګړه کې چې پرون پيل شوې وه، ١٥٠ تنه وسلوال طالبان وژل شوي، ٤٠ ژوبل دي او ددوى ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم دولتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

ډګروال ځاځى وايي چې په دې ټوله جګړه کې د ملي اردو درې سرتېري ژوبل شوي دي.

د هلمند والي ميرزا خان رحيمي پژواک ته وويل چې دولتي ځواکونو د کندهار دامنيه قوماندان په مرسته تېره شپه عمليات پيل کړي وو او نن يې  لسګونو وسلوالو ته د مرګ ژوبلې اړولو وروسته يې ولسوالي بېرته ونيوله.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې ١٥ دولتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي ، يو توپ او درې شوبلې چې طالبانو نيولې، هغه يې تخريب کړې او له کاره وتلي دي، خو نور وسلې او مهمات يې نه دي ويلي.

خو پرون د هلمند د ولايتي شورا غړو ويلي وو، چې د نوزاد په جګړه کې تر ١٥ ملي اردو دولتي سرتېري هم وژل شوي دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيري ويلي چې ځواکونو يې له نوزاد ولسوالۍ څخه تکتيکي شاتګ کړى و او نن وکولى شول، چې بېرته ولسوالي ونيسي.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې وسلوالو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ونه ښوده.

وسلوالو طالبانو د نوزاد ولسوالۍ د نيول کېدو پر مهال د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو دوژلو ادعا کړې وه،‌ خو دا چې دولتي ځواکونو دا ولسوالي بېرته نيولې ده، وسلوالو طالبانو يې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

زين الله استانکزى
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي