لښکرګاه ( پژواک، ١٠ زمرى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې ديوې چاودنې له امله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شاه محمود اشنا د زمري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته د مارجې ولسوالۍ د شين غزک په سيمه کې پر ملکي موټر شوې ده.
هغه زياته کړه، د مارجې ولسوالۍ دوکانداران د ناوې ولسوالۍ په يوه ګنج کې د سودا اخيستلو لپاره ورغلي وو، چې د بېرته راتګ پر مهال يې پر موټر چاودنه شوې.
اشنا وايي چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP