ښرنه (پژواک،١٠زمرى٩٤): د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې وروستيو ورښتونو د پنځه څلويښتو کورونو د نړولو ترڅنګ نور درانده زيانونه هم اړولي دي.
د دې ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر عبدالهادي د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيکا په مرکز ښرنې او ولسواليو کې سېلابونه را وتلي او خلکو ته يې درانده زيانونه اړولي دي.
هغه زياته کړه، سېلابونو يواځې د دې ولايت په وړممۍ ولسوالۍ کې ۴۵ کورونه نړولي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دى وايي: "په نورو سيمو کې هم سېلابونه راوتلي دي، خو موږ يې تر اوسه د زيان په اړه کره معلومات نه لرو. "
د عبدالهادي د معلوماتو له مخې، سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه يو ګډ دولتي پلاوى ټاکل شوى او پلټنې يې روانې کړې دي.
د پکتيکا د مرکز يوه اوسېدونکي نوراني پژواک ته وويل چې د ښرنې په ګډون په یوسف خېلو، مټاخان او سرروضې ولسواليو کې هم سېلابونو کورونه، سړکونه او کرنيزې ځمکې زيانمنې کړي او د کوچيانو يو شمېر څاروي يي هم له منځه وړي دي.
نوموړي وويل: "له باران وروسته طوفاني بادونو د مڼو او نورو مېوو باغونه هم خراب کړي دي."
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي موسی خان پژواک ته وويل، چې سېلابونو ډېر شنه فصلونه هم خراب کړي دي.
هغه وايي: "سېلابونو د خلکو ټوله خواري خرابه کړه او خلک يې حيرانه کېنول."
دا په داسې خال کې ده، چې په دې وروستيو څو ورځې په ځينو نورو ولايتونو کې هم د پرله پسې ورښتونو له امله سېلابونه راغلي، چې خلکو ته يي مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د کابل ښار د پلچرخي سيمې اوسېدونکي وايي، چې په سيمه کې يې يو پول د سخت سېلاب د راوتلو له امله له جدي ګواښ سره مخامخ دى.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي حاجي سنګين، پژواک اژانس ته وويل، په سيمه کې يې د سپين جومات ترڅنګ يو پول، چې د لويو سېلابونو ظرفيت نه لري، د سخت سېلاب له امله زيان ليدلى دى.
login or register a new account.