ښرنه (پژواک،١٠زمرى٩٤): د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې وروستيو ورښتونو د پنځه څلويښتو کورونو د نړولو ترڅنګ نور درانده زيانونه هم اړولي دي.
د دې ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر عبدالهادي د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيکا په مرکز ښرنې او ولسواليو کې سېلابونه را وتلي او خلکو ته يې درانده زيانونه اړولي دي.
هغه زياته کړه، سېلابونو يواځې د دې ولايت په وړممۍ ولسوالۍ کې ۴۵ کورونه نړولي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دى وايي: "په نورو سيمو کې هم سېلابونه راوتلي دي، خو موږ يې تر اوسه د زيان په اړه کره معلومات نه لرو. "
د عبدالهادي د معلوماتو له مخې، سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه يو ګډ دولتي پلاوى ټاکل شوى او پلټنې يې روانې کړې دي.
د پکتيکا د مرکز يوه اوسېدونکي نوراني پژواک ته وويل چې د ښرنې په ګډون په یوسف خېلو، مټاخان او سرروضې ولسواليو کې هم سېلابونو کورونه، سړکونه او کرنيزې ځمکې زيانمنې کړي او د کوچيانو يو شمېر څاروي يي هم له منځه وړي دي.
نوموړي وويل: "له باران وروسته طوفاني بادونو د مڼو او نورو مېوو باغونه هم خراب کړي دي."
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي موسی خان پژواک ته وويل، چې سېلابونو ډېر شنه فصلونه هم خراب کړي دي.
هغه وايي: "سېلابونو د خلکو ټوله خواري خرابه کړه او خلک يې حيرانه کېنول."
دا په داسې خال کې ده، چې په دې وروستيو څو ورځې په ځينو نورو ولايتونو کې هم د پرله پسې ورښتونو له امله سېلابونه راغلي، چې خلکو ته يي مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د کابل ښار د پلچرخي سيمې اوسېدونکي وايي، چې په سيمه کې يې يو پول د سخت سېلاب د راوتلو له امله له جدي ګواښ سره مخامخ دى.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي حاجي سنګين، پژواک اژانس ته وويل، په سيمه کې يې د سپين جومات ترڅنګ يو پول، چې د لويو سېلابونو ظرفيت نه لري، د سخت سېلاب له امله زيان ليدلى دى.
ده زياته کړه، د وروستيو سېلابونو له امله د دې پول ځينې برخې له منځه تللي، چې له امله يې موټر نه شې کولى له پول څخه تېر شي، چې دې ستونزې خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
نوموړي له حکومته وغوښتل، چې د خلکو دا ستونزه ژر هواره کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










