Language

د تخار خلک: د ولور ډېروالى د ځوانانو د مهاجرت او روږدېدا لامل شوى

تالقان (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ولور او واده د نورو لوړو لګښتونو له امله ځوانان ايران هېواد ته مهاجر کېږي او د بېرته راستنېدو پر مهال بيا پر نشه يي توکو روږدي شوي وي.

د تخار د مرکز تالقانو اوسېدونکي ٣٥ کلن سراج الدين د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تخار ډېرى ځوانان د ولور او واده د نورو لوړو لګښتونو د پوره کولو په موخه ګاونډي هېواد ايران ته مسافرت کوي.

د هغه په وينا، کله چې ځوانان له ايرانه بېرته راستنېږي ډېر يې پر نشه يي توکي روږدي شوي وي.

دغه راز هغه وويل: "زړه مې ډېر کېږي چې واده وکړم خو لوړو لګښتونو ته چې ګورم بيا د دې جر‌ئت نه شم کولاى چې يو ځل بيا کومې کورنۍ ته د واده لپاره جرګه ولېږم. "

هغه وايي چې په تېرو څو کلونو کې درى ځله د کورنۍ غړي نورو کورونو ته جرګه ورغلي خو د ولور او نورو لوړو لګښتونو له امله پر دې نه دى توانېدلى چې دى نامزد کړي.

ده وويل: "هرې کورنۍ راڅخه شپږ لکه يا پنځه لکه افغانۍ د لور په نوم غوښتې خو ما کې د دې پيسو او نورو لګښتونو زور نشته. "

د سراج الدين په وينا، د تخار د ښوونې او روزنې پوهنځي فارغ دى او په يوه دولتي اداره کې دنده هم لري خو د واده د لوړو لګښتونو د پوره کولو توان نه لري.

 د تالقانو ښار يو بل اوسېدونکي رحيم الله هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېرى ځوانان د واده د لګښتونو د پوره کولو په موخه ايران هېواد ته مهاجر کېږي.

هغه زياته کړه: "د تخار ډېری ځوانان چې ايران ته ځي يا مجرد او يا هم د ښځو خاوندان دي، مجردان د پيسو ګټلو لپاره او د ودونو د مصارفو لپاره ورځي او واده کړي ځوانان بيا په ودونو کې د پورونو د پرې کولو لپاره ورځي، خو لږ شمېر يې پيسې ګټلی شي، ډېری يې په مخدره توکو روږدي بېرته هېواد ته را ستنېږي."

د تخار يو بل اوسېدونکي احمد اميد پژواک ته وويل چې ايران هېواد ته د واده د پيسو د پوره کولو په موخه ورغلى و خو هلته په نشه يي توکو روږدى شو.

احمد اميد وايي: "پنځه کاله مخکې مې د تره له لور سره چې ډېره راباندې ګرانه هم وه واده وکړ، ۴ لکه افغانۍ قرضدار شوم، له واده نه مې ايله دوه مياشتې نه وې تېرې شوې چې قرضدارانو په تنګ کړم، ايران ته لاړم، څلور کاله مې په ايران کې تېر کړل، پور مې پرې کړ بېرته هېواد ته راستون شوم کله چې مېرمنه مې پوه شوه چې معتاد شوی يم، په وچ زور رانه بېله شوه"

هغه وايي چې د اعتياد له امله اوس له خپلې کورنۍ سره نه، بلکې له کوره بيرون ژوند کوي.

login or register a new account.