تالقان (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ولور او واده د نورو لوړو لګښتونو له امله ځوانان ايران هېواد ته مهاجر کېږي او د بېرته راستنېدو پر مهال بيا پر نشه يي توکو روږدي شوي وي.
د تخار د مرکز تالقانو اوسېدونکي ٣٥ کلن سراج الدين د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تخار ډېرى ځوانان د ولور او واده د نورو لوړو لګښتونو د پوره کولو په موخه ګاونډي هېواد ايران ته مسافرت کوي.
د هغه په وينا، کله چې ځوانان له ايرانه بېرته راستنېږي ډېر يې پر نشه يي توکي روږدي شوي وي.
دغه راز هغه وويل: "زړه مې ډېر کېږي چې واده وکړم خو لوړو لګښتونو ته چې ګورم بيا د دې جرئت نه شم کولاى چې يو ځل بيا کومې کورنۍ ته د واده لپاره جرګه ولېږم. "
هغه وايي چې په تېرو څو کلونو کې درى ځله د کورنۍ غړي نورو کورونو ته جرګه ورغلي خو د ولور او نورو لوړو لګښتونو له امله پر دې نه دى توانېدلى چې دى نامزد کړي.
ده وويل: "هرې کورنۍ راڅخه شپږ لکه يا پنځه لکه افغانۍ د لور په نوم غوښتې خو ما کې د دې پيسو او نورو لګښتونو زور نشته. "
د سراج الدين په وينا، د تخار د ښوونې او روزنې پوهنځي فارغ دى او په يوه دولتي اداره کې دنده هم لري خو د واده د لوړو لګښتونو د پوره کولو توان نه لري.
د تالقانو ښار يو بل اوسېدونکي رحيم الله هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېرى ځوانان د واده د لګښتونو د پوره کولو په موخه ايران هېواد ته مهاجر کېږي.
هغه زياته کړه: "د تخار ډېری ځوانان چې ايران ته ځي يا مجرد او يا هم د ښځو خاوندان دي، مجردان د پيسو ګټلو لپاره او د ودونو د مصارفو لپاره ورځي او واده کړي ځوانان بيا په ودونو کې د پورونو د پرې کولو لپاره ورځي، خو لږ شمېر يې پيسې ګټلی شي، ډېری يې په مخدره توکو روږدي بېرته هېواد ته را ستنېږي."
د تخار يو بل اوسېدونکي احمد اميد پژواک ته وويل چې ايران هېواد ته د واده د پيسو د پوره کولو په موخه ورغلى و خو هلته په نشه يي توکو روږدى شو.
احمد اميد وايي: "پنځه کاله مخکې مې د تره له لور سره چې ډېره راباندې ګرانه هم وه واده وکړ، ۴ لکه افغانۍ قرضدار شوم، له واده نه مې ايله دوه مياشتې نه وې تېرې شوې چې قرضدارانو په تنګ کړم، ايران ته لاړم، څلور کاله مې په ايران کې تېر کړل، پور مې پرې کړ بېرته هېواد ته راستون شوم کله چې مېرمنه مې پوه شوه چې معتاد شوی يم، په وچ زور رانه بېله شوه"
هغه وايي چې د اعتياد له امله اوس له خپلې کورنۍ سره نه، بلکې له کوره بيرون ژوند کوي.
د تخار د عالمانو شورا مشر مولوي عبدالصمد هم وايي چې د ودونو لوړ لګښت په نشه يي توکو د ځوانانو د روږدېدو او په اخلاقي فساد د ککړتيا لامل کېږي.
هغه زياته کړه: "لوړ لګښتونه او بې ځايه رواجونه ځوانان له واده کولو منع کوي نو ځکه بيا اخلاقي فساد ته مخه کېږي."
ده پر اړوندو ادارو غږ وکړ چې په دغه ولايت کې د ناسمو رواجونو مخه ونيسي تر څو ځوانان له ګڼو ستونزو خلاص شي.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر عاقبت الله اديب يار هم وايي چې په دغه ولايت کې ولور ډېر لوړ دى او ډېر ناسم رواجونه هم دود شوي دي.
هغه وايي: "موږ په دې اړه کوم ځانګړى فعاليت نه دی کړى چې له مخې د ولور کچه پرې راټيټه کړو، له ديني عالمانو څخه مو غوښتي چې په دې اړه په منبرونو کې تبليغ وکړي. "
ده وويل چې تېر کال يې د ودونو د لګښتونو د کموالي په موخه دوه لويې غونډې جوړې کړې خو کومه ځانګړې اغېزه يې نه درلوده.
دا په داسې حال کې ده چې يواځې په تخار نه، بلکې په نورو ولايتونو کې هم د ولور کچه لوړه ده چې له امله يې ډېرى ځوانان مجرد پاتې دي.
ملي شورا شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د ودونو قانون مسوده تصويب کړه خو تر اوسه د ولسمشر له لوري نه ده توشېح شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










