ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوکنارو د بديل معيشت په توګه کرنيزې پروژې پلې کېږي

د کوکنارو د بديل معيشت په توګه کرنيزې پروژې پلې کېږي

author avatar
2 Aug 2015 - 20:51
د کوکنارو د بديل معيشت په توګه کرنيزې پروژې پلې کېږي
author avatar
2 Aug 2015 - 20:51

کابل (پژواک ١١ زمرى ٩٤): د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په کندهار، بغلان، بدخشان، تخار، فراه او هرات ولايتونو کې د درېيو ميليونو ډالرو په ارزښت  د معيشت د بديل څو پروژې پلې کوي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير سلامت عظيمي، نن په هغه ناسته کې چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په وزارت کې د حکومت او نړيوالو موسسو په ګډون د دغو پروژو د عملي په موخه تر سره شوه، وويل چې دغه پروژې به په هغو ٤١ ولسواليو کې چې ٩٢ سلنه کوکنار په کې کرل کېږي، پلې شي.

هغه زياته کړه، له يادې ډلې به يې يو ميليون ډالر په تخار، بدخشان او بغلان ولايتونو کې د حرفوي روزنو، د غوړيو دانه لرونکو نباتاتو د پراختيا، د مالدارۍ د ودې لپاره د وترنري خدمتونو د پراختيا، د ښځو د اقتصاد د پياوړي کولو لپاره د لبنياتو د پراختيا او د شيدو د توليد فابريکې ته له سپارنې څخه وړاندې د شيدو سړوونکي مرکز په برخه کې ولګول شي.

عظيمي زياته کړه، ٩٠٠زره ډالر د فراه په لاش و جوين ولسوالۍ کې د کرنيزو ځمکو د ټينګېدو په موخه د روانو ريګونو د درولو په پروژه، هرات کې د ٨زره هکټاره کرنيزې ځمکې د راګرځولو، د حاصلاتو د راټولونې په برخه کې ٦٠ بزګرانو ته روزنه، د ټيټو او جګو ځمکو برابرول، تر پوښښ لاندې د ځمکو لپاره د سيمه ييزو ټولنو رامنځته کول او په يادو دوو ولايتونو کې د بزګرانو لپاره د کرنيزو خدمتونو او توليدي وسايلو وېش ته ځانګړي شوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير زياته کړه، ٩٠٠زره نور ډالر به د هرات ولايت په پنځو ولسواليو کې د زعفرانو د کښت د رواجولو، د بڼوالۍ د پراختيا، ٢٠٠ بزګرانو لپاره په پنځو ولسواليو کې د انګورو د تاک سيسټم رامنځته کولو، په غرنيو او نيمه غرنيو ولسواليو کې د ښځو په ګډون ٢٤٠ بزګرانو لپاره د پستې د ننداريزو قطعو رواجولو او د اوبو لګونې سيسټم د مجهزو نمونوي باغونو د رامنځته کولو په برخه کې ولګوي.

هغه څرګنده کړه، د دغو پروژو کار به له سبا وروسته په رسمي ډول پيل او د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې په ملاتړ سره د کليو او پراختيا وزارت له لوري د بديل معيشت پروژې له لارې تر راتلونکو دوو کلونو پورې پلى شي.

د کليو او پراختيا چارو وزير نصيراحمد دراني وويل، چې يادې پروژې د ٣٦زره کسانو له لارې چې په دغه لړۍ کې به له دوى سره مرسته کوي، عملي کېږي.

هغه زياته کړه، ترڅو پورې چې د اقتصادي فعاليت، ځاى او سيمه ييز اقتصادي مارکېټونه رامنځته نه شي، ستونزمنه به وي چې د کوکنارو د کښت مخه ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د (UNODC) ادارې او د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سروې پر بنسټ، په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د کوکنارو د کښت کچه ٢٢٤زره هکټاره ځمکې ته رسېده؛ په داسې حال کې چې دغه کچه په ٢٠١٣ زېږديز کال کې ٢٠٩زره هکټاره ځمکې ته رسېده، چې اووه سلنه لوړوالى په ګوته کوي.

افغانستان اوسمهال د نړۍ ٩٠ سلنه ترياک توليدوي او د يادې سروې معلومات په ګوته کوي، چې په تېر زېږديز کال کې د ترياکو توليد ٦٤٠٠ ټنه تخمين شوى و؛ په داسې حال کې چې دغه شمېره په ٢٠١٣ کال کې ٥٥٠٠ ټنو ته رسېده، چې ١٧ سلنه لوړوالى يې په ګوته کاوه.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، ٩٢ سلنه کوکنار په ٤١ نسبتاً ناامنه ولسواليو کې چې د دولت ضد عناصر په کې فعاليت کوي، کرل کېږي. له دغې اندازې يې ٥٦ سلنه کوکنار په لسو ولسواليو کې کرل کېږي چې ٧ ولسوالۍ يې په هلمند، يوه يې په کندهار، يوه يې په فراه او يوه يې په نيمروز کې ده.

د دغه وزارت د پاليسۍ د مرستيال هارون رشيد شېرزاد په وينا، اوسمهال د هېواد په کچه په ١٧ ولايتونو کې کوکنار کرل کېږي او پنځلسو نورو ولايتونو کې دغه بوټى نه کرل کېږي او په دوو نورو ولايتونو کې بيا په نسبتي ډول کوکنار کرل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.