مهترلام( پژواک، ۱۳ زمرى ٩٤ ) : په لغمان ولايت کې د ښوونکو لپاره د ځمکو د نومرو د وېش لړۍ د زمري په ١٣مه، پيل شوه.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په هغه غونډه کې چې دښوونکو لپاره د نومرو د وېش په اړه جوړه شوې وه دښوونکي ارزښت اواهميت تر څنګ وويل چې ټول ښوونکي معنوي د مور او پلار حيثيت لري.
هغه له ولسمشر اشرف غني مننه وکړه چې دوی ته يې د ښوونکو لپاره د يوې نومرې ځمکې د ورکولو امر کړی.
والي له ښوونکو څخه وغوښتل چې په خپلو تدريسي چارو کې له اخلاص او صداقت څخه کار واخلي.
د لغمان د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي پژواک ته وويل چې دوی په ټول لغمان کې ۴۱۸۷ تنه ښځينه او نارينه ښوونکي لري او هر ښوونکي ته به د ولسمشر د حکم له مخې يوه يوه نومره ځمکه ورکول کېږي.
د هغه په وينا، د مرکز د ښوونکو لپاره ۱۰۲۵ جريبه ځمکه په پام کې نيول شوې او پاتې نور به يې په اړوندو ولسواليو کې د ښوونکو لپاره ووېشل شي.
د ښوونکو په استاز ولۍ د مهترلام د حيدرخانيو د نجونو د لېسې يو تن ښوونکې قمر خواجه زاده پژواک سره د خبرو پر مهال له دولت او ځايي چارواکو مننه وکړه، چې ددوى غوښتنه يې ومنله.
هغې له حکومت څخه وغوښتل چې دوى سره د کورونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله څه باندې ۸۵ زره ښوونکو ته ځمکې وېشل شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP