مزارشريف (پژواک، ١٣ زمرى ٩٤ ) : خصوصي سکتور هڅه کوي چې د پوهنتونونو د محصلينو له علمي وړتياوو او مفکورو څخه د اقتصادي پرمختګ په برخه کې کار واخلي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د زمري په ١٣مه، د پوهنتونونو په مرسته د خصوصي سکتور کنفرانس تر سره شو، چې په کې د سوداګريزو خونو مسوولينو، د خصوصي سکتور په برخه کې کارکوونکو، د بلخ پوهنتونونو مسوولينو او د مدني ټولنې ځينې فعالانو برخه اخيستې وه.
د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري قوې د ځواکمنتيا د پروژې مرستيال او د ياد کنفرانس يوه تنظيمونکي ډاکټر محمد ظاهر جبارخېل پژواک ته وويل، چې د يادې پروژې مالي ملاتړ د امريکا د متحدو ايالتونو د نړيوالې پرمختيايي ادارې ( USAID ) له خوا کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې ياده پروژه د هېواد د اتو اقتصادي زونونو د پوهنتونو او د خصوصي سکتور تر منځ د اړيکو پيدا کېدو په موخه رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، د يادې پروژې له لارې به د دې زمينه برابره شي چې څه ډول له محصلينو څخه د خصوصي سکتور له لارې اقتصاد وده وکړي او ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوول ارش يونسي د ياد کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويlogin or register a new account.