منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۹ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

محصلين د هېواد اقتصادي پرمختګ کې رول لوبولى شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ١٣ زمرى ٩٤ ) : خصوصي سکتور هڅه کوي چې د پوهنتونونو د محصلينو له علمي وړتياوو او مفکورو څخه د اقتصادي پرمختګ په برخه کې کار واخلي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د زمري په ١٣مه، د پوهنتونونو په مرسته د خصوصي سکتور کنفرانس تر سره شو، چې په کې د سوداګريزو خونو مسوولينو، د خصوصي سکتور په برخه کې کارکوونکو، د بلخ پوهنتونونو مسوولينو او د مدني ټولنې ځينې فعالانو برخه اخيستې وه.

د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري قوې د ځواکمنتيا د پروژې مرستيال او د ياد کنفرانس يوه تنظيمونکي ډاکټر محمد ظاهر جبارخېل پژواک ته وويل، چې د يادې پروژې مالي ملاتړ د امريکا د متحدو ايالتونو  د نړيوالې پرمختيايي  ادارې ( USAID ) له خوا کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې ياده پروژه د هېواد د اتو اقتصادي زونونو د پوهنتونو او د خصوصي سکتور تر منځ د اړيکو پيدا کېدو په موخه رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، د يادې پروژې له لارې به د دې زمينه برابره شي چې څه ډول له محصلينو څخه د خصوصي سکتور له لارې اقتصاد وده وکړي او ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوول ارش يونسي د ياد کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوهنتونونو محصلين د هېواد اقتصادي پرمختګ په برخه کې د ښې بشري قوې په توګه کارېدلی شي.

نوموړي زياته کړه، چې نننۍ کنفرانس په همدې موخه جوړ شوی، چې څه ډول د دې اسانتيا رامنځ ته شي، چې له پوهنتونه فارغ شويو محصلينو ته د کار زمينه برابره شي او د دوی له وړتياوو او مفکورو څخه د اقتصادي ودې په برخه کې کار واخيستل  شي.

د هغه په وينا، وپتېل شوه چې  خصوصي سکتور به د بلخ پوهنتون د محصلينو پر اقتصادي مفکورو باندې پانګونه کوي او له دې لارې به محصلينو ته د کار موندنې اسانتيا برابرېږي او اقتصاد به هم ورسره وده کوي.

يونسي وويل، چې نن په همدې موخه د بلخ د سوداګريزو خونو او د بلخ پوهنتون تر منځ پرېکړليک لاسليک شو، چې له دې وروسته په ګډه په دغه برخه کې کار وکړای شي.

د بلخ پوهنتون  مالي او اداري مرستيال پوهنمل عبدالحق حقيق پژواک ته وويل، چې حکومت په يواځې ځان د علمی پروژو د پيل او بشپړاوي ځواک نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ځواک د پياوړتيا لپاره د خصوصي سکتور او پوهنتونو نو تر منځ د همغږۍ لپاره پوره اړتيا وه، چې ممکن د ورته هڅو له لارې رامنځ ته شي.

د هغه په وينا، د بلخ پوهنتون چمتو دی چې په دغه برخه کې له سوداګريزو خونو سره په ښه توګه کار وکړي.

 حقيق وويل، چې په بلخ پوهنتون کې دم ګړۍ د اقتصاد په برخه کې نږدې دوه زره محصلين د ليسانس په کچه په زده کړو بوخت او همداراز په نږدې موده کې به په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو لړۍ هم پيل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه