کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د سريلانکا پرمختيايي لوبډلې ته د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې د ٦٩ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا څلور ورځنۍ لوبه د زمري په ١٤مه د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پيل شوې ده.
هغه زياته کړه چې د افغانستان الف لوبډلې د دې لوبې په لومړي وار (اننګز) کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٨ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې د سريلانکا لوبډلې ٢٨٤ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري يمين احمدزي او حمزه هوتک درې- درې، يمين احمدزي او فريد ملک دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وايي چې د افغانستان الف لوبډلې د دې څلور ورځنۍ لوبې په خپل دويم وار کې ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او ٤١٢ منډې يې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري نجيب ځدراڼ ١١٣ او نور علي ځدراڼ ٩٤ منډې جوړې کړې، دغه راز نورو لوبغاړو هم په خپله برخه کې ښه لوبه وکړه.
د کرکټ بورډ وياند وايي چې افغانستان په لومړي وار کې له سريلانکا څخه ١٢٦ منډې کمې جوړې کړې، نو په دې اساس يې سريلانکا ته په دويم وار کې د ګټلو لپاره د ٢٨٦ منډو هدف ورکړ.
هوتک وويل چې د سريلانکا يادې لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٢٢١ منډو وسوځېده او د
غه راز افغانستان دا لوبه د ٦٩ منډو په توپير سره وګټله.
د نوموړي په وينا، دافغانستان له لوري حمزه هوتک په زړه پورې توپ اچونه وکړه او پنځه لوبغاړي يې وسوځول.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد الف لوبډله څو ورځې مخکې سريلانکا ته تللې، څو د دغه هېواد له بېلا بېلو لوبډلو سره تمريناتي او دوستانه لوبې ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن