Language

تخار کې د چارواکو ترمنځ نه همغږي د نا امنۍ لامل شوې

تالقان (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د تخار د ولايتي شورا مشر وايي چې د سيمه ييزو چارواکو تر منځ د همغږۍ د نه شتون له امله په دغه ولايت کې د ناامنيو کچه لوړه شوې ده.

تخار پخوا د افغانستان د امنو ولايتونو په ډله کې و خو په تېر يو کال کې د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ډېر شوي دي.

د تخار د ولايتي شورا مشر عصمت الله قرباني د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو چارواکو تر منځ اړينه همغږي شتون نه لري.

ده وويل: ((همدا نا هماهنګي په تخار کې د نا امنيو لامل شوې ده.))

قرباني وايي چې په تخار ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه حکومتي چارواکي هم پياوړې اراده نه لري.

د ده په وينا، حکومت د وسله والو د له منځه وړو لپاره روښانه تګلاره نه لري او هغه سيمې چې وسله وال ونيسي، حکومت يي بېرته د نيولو هڅې هم نه کوي.

هغه زياته کړه: ((شمال ته د جګړو غځول او شمال نا امنه کول هغه لویه پروژه ده چې لوی لاسونه یې تر شا دي، دوی غواړي اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي، او دا چې ولې یې پر وړاندې صادقانه مبارزه نه کېږي، ځواب دا دی چې مرکزي حکومت د دښمن پر وړاندې د مبارزې لپاره ښکاره تګلاره نه لري.))

قرباني وايي چې ډېرى ځوانان وزګار دي او طالبان هم له همدې ټکي ګټه پورته کوي او هره ورځ يو شمېر ځوانان خپلو ليکو ته جذبوي.

ده وويل چې د ولايتي شورا استازي بايد د ځان پر ځاى خلکو ته کار وکړي تر څو په هېواد کې د ستونزو کچه را ټيټه شي.

قربانې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( که په ولایتونو کې ولایتي شورا نه وي، سیمه ییز حکومت او زورواکان چې هر څه وغواړي هماغه کوي، څوک یې پوښتنه نه کوي، موږ د پروژو په سم تطبیق، روڼوالي او کیفیت ټینګار کوو، نه پرېږدو چې پیسې وخوړل شي او د خلکو حق ضایع شي.))

دغه راز هغه په دغه ولايت کې د پراخ اداري فساد شتون تاييد کړ او ويي ويل چې د فساد له منځه وړلو لپاره ټول بايد لاس يو کړي.

هغه زياته کړه: ((هره ورځ ما ته له پنځوس تر سلو پورې کسان راځي او په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې بيانوي او وايي چې دغه اداره مې کار نه کوي هغه اداره مې کار نه کوي او دا ځکه يې کار نه کوي چې فساد ته لار برابره کړي خو موږ ورځو بيا يې ستونزې هواروو.))

login or register a new account.

Related Topics