غزني (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو د غزني د جاغوريو ولسوالۍ ١٢ اوسېدونکي له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان تېره ورځ له غرمې مخکې لس بجې په دوو سراچه موټرو کې له جاغوريو د غزني ښار ته پر لاره وو چې د قره باغ ولسوالۍ اړوند سيمه کې طالبانو ښکته کړي او بيولي دي.
هغه زياته کړه چې د تښتول شوو ١٢ کسانو له ډلې دوه بېرته خوشي شوي او لس نور لا هم د وسله والو په بند کې دي.
د جاغوريو ولسوال ظفر شريف هم پژواک خبري اژانس ته دغه پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه چې تښتول شوي کسان ملکي وګړي دي چې له جاغوريو د غزني ښار ته تلل.
نوموړي وويل چې له يادې ډلې دوه تنه په تېښته بريالي شوي او پاتې لس کسان لا هم له وسله والو سره دي.
ولسوال وايي، د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې، ياد لس کسان وسله والو د ګيلان ولسوالۍ ته وړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.