مزارشريف (پژواک، ٢٢ زمرى ۹۴): ديني علما او مدني ټولنې فعالين وايي، د مېړه او ښځې ترمنځ د نکاح خط جوړول، پر ښځو د تاوتريخوالي په کچه کې د کمښت لامل کېدی شي.
دغه څرګندونې د زمري په ٢٢مه، مزارشريف کې د نکاح خط د جوړونې او د هغه د عامولو په اړه په جوړ شوي کنفرانس، بېلا بېلو ګډونوالو پژواک خبري اژانس ته وکړې.
په مزارشريف کې د اويک دفتر مسووله او ياد کنفرانس تنظيموونکې مېرمن حفېظې ميرزايي وويل، نکاح خط ته په شريعت کې ارزښت ورکړل شوی او نږدې په ټولو اسلامي ملکونو کې عام دی.
نوموړې زياته کړه، نن د مدني ټولنې ځينې فعالين، ديني علما او يو شمېر دولتي چارواکي په همدې موخه سره غونډ کړای شوي، چې په بلخ ولايت کې د نکاح خط جوړونې د عامېدو په لارو چارو باندې فکر وشي.
د هغه په وينا، نن سبا يواځې د کومې جدي اړتيا پر مهال مېړه او ښځه دې ته مجبورېږي، چې نکاح خط جوړ کړي؛ نور هېڅ ډول ارزښت يې عام خلکو ته نه دی وړاندې شوی.
مېرمن ميرزايي وويل، نکاح خط سربېره پر دې چې د خاوند او مېرمنې يو بل ته ارزښت بيانوي، بلکې د ښځو په کم عمر کې د واده کېدو مخه نيولی شي.
نوموړې زياته کړه، حکومت ته بويه چې د ديني عالمانو او مدني ټولنې له لارې د نکاح خط د عامېدو په اړه تبليغاتي هڅې وکړي.
د بلخ ولايت د ديني عالمانو د شورا غړي مهدي حسن وحدت وويل، نکاح د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم له سنتو څخه ده او مسلمانانو ته خورا ارزښت لري.
نوموړي زياته کړه، چې نکاح مسلمان ته په ټولنه کې په درنښت د ژوند کولو لپاره ځای جوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن