کندهار (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): له انګرېز ښکېلاکه د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ٩٦مې کليزې د نمانځلو په موخه په کندهار کې پراخ تدابير نيول شوي او د ښار ډېرى واټونه او څلور لارې په ملي بيرغونو او د غازي امان الله خان په انځورونو ښکلي شوي دي.
ټاکل شوې دغه ورځ په کندهار کې هم د دولتي ادارو او هم د ځوانانو، فرهنګيانو، ژورنالېستانو او مدني ټولنې د استازو له خوا په پراخه کچه ونمانځل شي.
کندهار مېشتي ځوانان او فرهنګيان وايي، هوډ يې کړى چې دا ځل د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ٩٦مه کليزه په ځانګړو مراسمو ونمانځي.
د دغو کسانو له ډلې د پلار پروډکشن مسوول او تکړه ممثل فضل احمد انيس پژواک خبري اژانس ته وويل، په کندهار کې د خپلواکۍ د ورځې د ښې او پراخې نمانځنې په موخه سلګونه ځوانان له تېرو څو ورو راهيسې د چمتووالي په کارونو بوخت دي.
هغه زياته کړه، ځوانانو د دغې ورځې د نمانځلو لپاره د خپل وس سره سم پيسې راټولې کړي او دغه راز يې له يو شمېر ملي سوداګرو څخه هم مرسته راټوله کړې ده.
دى وايي، د هغوى پروګرام به دوې برخې ولري چې يوه برخه به يې د سهار له پلوه د موټريز کاروان وي چې ملي بيرغونه به لېږدوي، ملي ترانې په غږوي او د ښار پر واټونو به ګرځي تر څو خلکو ته د دغې ملي ورځې په وياړ د يووالي، سولې او هېواد ته د خدمت پيغامونه ورسوي.
د ده په خبره، د موټريز کاروان په ترڅ کې به سلګونو امنيتي سرتېرو ته يو- يو جوړ جامې او يو- يو ملي بيرغ د ډاليو په توګه ورکړل شي، په دې توګه به د هغوى د خدماتو ستاينه وشي او دا احساس به ورکړل شي چې ولس د هغوى د سرښندنو او خدماتو قدرونه کوي.
انيس زياته کړه، د پروګرام دويمه برخه به د شپې پيل شي، چې موسيقي، اتڼ، تمثيلي ټوټې او نورې برخې به ولري او د شپې تر ناوخته به دوام وکړي.
هغه وويل، تمه ده چې په دغو پروګرامونو کې به د کندهار ښار او ولسواليو زرګونه خلک ګډون وکړي.
دغه راز د کندهار ښار او ولسواليو سلګونو نورو ځوانانو هوډ کړى چې د خپلواکۍ په ورځ د موټرونو په يو اوږد کتار کې له کندهار ښار څخه تر سپين بولدک پورې لاړ شي.
د دغه پروګرام د تنظيموونکو له ډلې د شيرين کريمي په نوم يو ځوان پژواک خبري اژانس ته وويل، موټرونه به په ملي بيرغونو پوښلي وي، ډولونه به غږول کېږي او د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ کرښې تر صفرې برخې پورې به ځي.
دى وايي، برخه وال به نه يوازې د لارې په اوږدو کې اتڼونه وکړي، بلکې په سپين بولدک کې به هم د خوښۍ مراسم تر سره کړي او خلکو ته به د خپلواکۍ د ورځې په وياړ خپل هېواد ته د ژمنتيا احساس او پيغام ورکړي.
login or register a new account.