کندهار (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): له انګرېز ښکېلاکه د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ٩٦مې کليزې د نمانځلو په موخه په کندهار کې پراخ تدابير نيول شوي او د ښار ډېرى واټونه او څلور لارې په ملي بيرغونو او د غازي امان الله خان په انځورونو ښکلي شوي دي.
ټاکل شوې دغه ورځ په کندهار کې هم د دولتي ادارو او هم د ځوانانو، فرهنګيانو، ژورنالېستانو او مدني ټولنې د استازو له خوا په پراخه کچه ونمانځل شي.
کندهار مېشتي ځوانان او فرهنګيان وايي، هوډ يې کړى چې دا ځل د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ٩٦مه کليزه په ځانګړو مراسمو ونمانځي.
د دغو کسانو له ډلې د پلار پروډکشن مسوول او تکړه ممثل فضل احمد انيس پژواک خبري اژانس ته وويل، په کندهار کې د خپلواکۍ د ورځې د ښې او پراخې نمانځنې په موخه سلګونه ځوانان له تېرو څو ورو راهيسې د چمتووالي په کارونو بوخت دي.
هغه زياته کړه، ځوانانو د دغې ورځې د نمانځلو لپاره د خپل وس سره سم پيسې راټولې کړي او دغه راز يې له يو شمېر ملي سوداګرو څخه هم مرسته راټوله کړې ده.
دى وايي، د هغوى پروګرام به دوې برخې ولري چې يوه برخه به يې د سهار له پلوه د موټريز کاروان وي چې ملي بيرغونه به لېږدوي، ملي ترانې په غږوي او د ښار پر واټونو به ګرځي تر څو خلکو ته د دغې ملي ورځې په وياړ د يووالي، سولې او هېواد ته د خدمت پيغامونه ورسوي.
د ده په خبره، د موټريز کاروان په ترڅ کې به سلګونو امنيتي سرتېرو ته يو- يو جوړ جامې او يو- يو ملي بيرغ د ډاليو په توګه ورکړل شي، په دې توګه به د هغوى د خدماتو ستاينه وشي او دا احساس به ورکړل شي چې ولس د هغوى د سرښندنو او خدماتو قدرونه کوي.
انيس زياته کړه، د پروګرام دويمه برخه به د شپې پيل شي، چې موسيقي، اتڼ، تمثيلي ټوټې او نورې برخې به ولري او د شپې تر ناوخته به دوام وکړي.
هغه وويل، تمه ده چې په دغو پروګرامونو کې به د کندهار ښار او ولسواليو زرګونه خلک ګډون وکړي.
دغه راز د کندهار ښار او ولسواليو سلګونو نورو ځوانانو هوډ کړى چې د خپلواکۍ په ورځ د موټرونو په يو اوږد کتار کې له کندهار ښار څخه تر سپين بولدک پورې لاړ شي.
د دغه پروګرام د تنظيموونکو له ډلې د شيرين کريمي په نوم يو ځوان پژواک خبري اژانس ته وويل، موټرونه به په ملي بيرغونو پوښلي وي، ډولونه به غږول کېږي او د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ کرښې تر صفرې برخې پورې به ځي.
دى وايي، برخه وال به نه يوازې د لارې په اوږدو کې اتڼونه وکړي، بلکې په سپين بولدک کې به هم د خوښۍ مراسم تر سره کړي او خلکو ته به د خپلواکۍ د ورځې په وياړ خپل هېواد ته د ژمنتيا احساس او پيغام ورکړي.
بل خوا د کندهار ښار ګڼ شمېر موټر چلوونکو، هټيوالو او نورو پر خپلو موټرونو، دوکانونو او کورونو ملي بيرغونه ځوړند کړي او غواړي د خپلواکۍ ورځ په پوره خوښۍ ولمانځي.
د کندهار ښار د دوراهي سيمې يوه دوکاندار نور احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغه او د هغه نورو سلګونو ملګرو دوکاندارانو سر له نن څخه پر خپلو دوکانونو ملي بيرغونه ځوړند کړي دي.
دى وايي، په دې توګه دوى نړۍ ته ښودل غواړي چې له خپلو هېواد سره مينه لري او په پوره يووالي به د خپل هېواد د جوړولو، سولې او ثبات لپاره کار کوي.
هغه زياته کړه، د تېرو ناخوالو څخه په پند اخيستو ډېر زيات خوښ دى چې په خپل هېواد کې ژوند کوي، ملي هويت لري او د خپلواکۍ ورځ نمانځي.
د کندهار ولايت مقام اداري رئيس حاجي عبدالحنان منيب پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولايتي ادارې له تېرو څو ورځو راهيسې په ټول ښار کې د ملي بيرغونو د ځوړندولو او ښکلي کولو کمپاين پيل کړى دى.
هغه زياته کړه، تمه ده چې په کندهار کې به هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د خپلواکۍ ورځ په شاندارو سيمو ونمانځي.
دى وايي، له نورو پروګرامونو سره په خوا کې د همدې ورځې په وياړ د ٢٠٥ اتل قول اردو په قومندانۍ کې ځانګړې مراسم تر سره کېږي او دغه راز به د دولتي ادارو له خوا هم ځيني پروګرامونه، غونډې او د خوښۍ مراسم تر سره شي.
په دې لړ کې د کندهار امنيتي مسوولين خبر ورکوي چې د خپلواکۍ د ورځې په وياړ يې کلک امنيتي تدابير نيولي، تر څو خلک د ارامۍ په فضا کې دغه ملي ورځ په ملي ولولو ونمانځي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










