اسلام اباد (پژواک، ٢ وږى ٩٤): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسى زى وايي چې د مالي ستونزو له امله تر اوسه نه دي توانېدلي چې خپله ودانۍ ولري؛ ځکه نو خپلې چارې په کرايي کورونو کې مخ ته وړي.
په پاکستان کې د افغانستان لوى سفير جانان موسي زي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په اسلام اباد کې د خپلې ودانۍ درلودل د سفارت مهمه اړتيا ده او بايد چې کابل پرې غور وکړي.
نوموړي زياته کړه، د داوود خان د واکمنۍ پر مهال د اسلام اباد په ډيپلوماتيکه سيمه کې د افغانستان د سفارت د جوړېدو لپاره ځمکه بېله شوې خو تر اوسه يې د جوړولو کار نه دی پيل شوی.
موسی زی وويل ، دغه ځمکه څه باندې ۱۴ جريبه ده او د ودانۍ د جوړېدو لپاره يې دوى پلان، ډيزاين او نور کارونه بشپړ کړي، يواځې د کار پيل ته يې انتظار باسي.
د ده په خبره چې د بوديجې نه شتون د ودانۍ د جوړېدو د ځنډ لامل دى او که افغان دولت ورته بوديجه ورکړي، نو دوى به سفارت ته د ودانۍ کار ژر پيل کړي.
افغان سفير زياتوي چې اوس مهال افغان سفارت د اسلام اباد په G 6-3 سيمه کې په دوو کرايي کورونو کې خپلې رسمي چارې پر مخ بيايي.
په پاکستان کې مېشت يو افغان حاجي منير پژواک خبری اژانس ته وويل چې د سفارت لپاره د ودانۍ جوړېدل ډېر مهم دي.ش
د نوموړي په وينا، د افغانستان او پاکستان د خلکو تګ راتګ، پېچلي سياسي مسايل، د چارواکو سياسي سفرونه، سوداګريزې اړيکې او په دغه هېواد کې د افغانانو پر وړاندې نورې پرتې ستونزې دا ايجابوي چې افغان دولت بايد په اسلام کې د خپل سفارت څښتن وي تر څو هر څه په سمه توګه ترسره شي.
د ده په خبره، پاکستان په افغانستان کې خپل خورا پراخ او مجهز سفارت لري خو د افغانستان سفارت له لسيزو وروسته هم خپل کارونه په کرايي کورونو کې مخ ته وړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن