کندهار (پژواک، ٥ وږى ٩٤): په کندهار کې په يوه غونډه کې د امنيت د خونديتوب په برخه کې د امنيتي ځواکونو د سرښندنو ستاينه وشوه او په ستاينليکونو ونازول شول.
غونډه د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې جوړه شوې وه چې په کې د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک، د پوهنې تدريسي مرستيال عوض نظري، مدني فعالانو، ځوانانو، د امنيتي ارګانونو استازو او يو شمېر سرتېرو او افسرانو ګډون کړى و.
مدني فعالانو، ځوانانو او نورو ويناوالو امنيتي ځواکونه وستايل چې په ډېرو سرښندونو او قربانيو يې د خلکو امنيت خوندي کړى دى.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي وويل، هغه مهال چې د ايساف ځواکونه خپلو هېوادونو ته ستنېدل نو عام تاثر دا و چې امنيتي ځواکونه به په يوازې ځان د امنيت ساتلو جوګه نه وي.
خو هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته ان هغه سيمې هم امنې شوې چې د هغوى په شتون کې نا امنه وې.
د ده په خبره، په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونه وړتيا زياته شوې او د وسله والو ګڼ تخريبي پلانونه مخکې له مخکې شنډوي.
نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې له امنيتي ځواکونو سره خپله همکاري پراخه کړي، څو د هغوى روحيه نوره هم قوي شي او د ترهګرۍ مخه ډب شي.
هغه ومنله چې په ځينو مواردو کې امنيتي سرتېري تېروتنې کوي چې د نه تکرار او اصلاح لپاره يې قضايي او عدلي ارګانونه کار کوي، خو ده ټينګار وکړ چې د سرتېرو تېروتنې بايد په رسنيو کې هومره لويې نه شي چې د ټولو امنيتي ارګانونو فعاليتونه او سرښندنې له پوښتنې سره مخ کړي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک هم له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو ساتنه کوي.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه بايد د امنيت ساتلو تر څنګ له خلکو سره خپله رويه نوره هم ښه کړي، څو په دې توګه پيدا شوى واټن ختم شي او د دواړو لوريو تر منځ همکاري زياته شي.
د غونډې په پاى کې پر يو شمېر سرتېرو ستاينليکونه هم ووېشل شول.
د بېلابېلو امنيتي ارګانونو استازو له ولس څخه مننه وکړه چې د هغوى هڅې او زيار ستايي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن