کندوز (پژواک، ٧ وږى ٩٤): په داسې حال کې چې په کندوز ولايت کې د شپږو ښوونځيو په تړل کېدو سره زرګونه زده کوونکي د ښوونې له نعمت محروم شوي، طالبانو په ښوونيز نصاب کې د موسيقۍ روزنې مضمون لرې کړى او د مختلط ښوونيز سيستم د له منځه وړو غوښتونکي دي.
د کندوز د پوهنې چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کچه د شاوخوا٥٠٠ ښوونځيو له منځه چې له ٤٠٠ زره څخه ډېر زده کوونکي په کې زده کړې کوي؛ ٣٠٠ يې په هغو سيمو کې دي چې د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي.
د هغوى په وينا، اوسمهال د ياد ولايت مرکز او پنځه ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندې دي، خو د دغو سيمو شاوخوا يې د طالبانو تر لاس لاندې دي او د سږ کال د جګړو پر مهال د يادو سيمو يو شمېر ښوونځي له يوې اونۍ تر مياشتې پورې د زده کوونکو په مخ تړلي وو چې له امله يې د زده کوونکو ښوونيز بهير ټکنى کېده.
د کندوز د پوهنې مشر محمدظاهر نظم وايي چې له تېرو دريو مياشتو راهيسې په دښت ارچي، کلا زال او خان اباد ولسواليو کې د نجونو او هلکانو د شپږو ښوونځيو دروازې د نا امنۍ له امله تړل شوې وې او تر زرو زيات ماشومان د زده کړې له نعمت محروم پاتې شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغو ښوونځيو پرته نور ټول ښوونځي پرانيستي او ښوونکي يې د دولت له لوري معاش ترلاسه کوي او د درسونو لړۍ يې په نورمال ډول روانه ده.
د کندوز د پوهنې رييس څرګنده کړه، وسله والو مخالفينو په هغو سيمو کې چې ښوونځي يې تر کنټرول لاندې دي، په ځينو مواردو کې غوښتي چې اصلاحات رامنځته کړي.
هغه وويل: "د يوولسم ټول د حرفې مضمون په ١٣٨مه پاڼه کې د موسيقۍ يو شمېر الې لکه ډول، تنبور، غيچک او د موسيقۍ نورې الې تعريف شوې، خو طالبانو له دې پاڼې سره مخالفت کړى او موږ د دې لپاره چې ښوونځي ونه تړل شي؛ اړ شو چې د يادې پاڼې زده کړه ورنه کړل شي."
نظم زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو بله غوښتنه له ښوونځي او د ښوونکو او زده کوونکو له غيرحاضرۍ څارنه او د دشت ارچي ولسوالۍ په ګډون د هلکانو له ټولګيو څخه د نجونو د ټولګيو جلا کول شامل دي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دولت له لاسه وتلې ده.
د پوهنې رييس زياته کړه، طالبان هغه ښوونکي چې ښوونځيو ته نه راځي، غيرحاضروي، خو نوموړى په دې اړه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې په سيمو کې د هلکانو او نجونو څومره مختلط ښوونځي له يو بل جلا شوي؛ بې خبري څرګنده کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو جګړو له امله د علي اباد په ولسوالۍ کې د شنې تپې ښوونځى سوځول شوى او شاوخوا ١٩٠٠ زده کوونکي د يوې مياشتې لپاره له درسونو محروم و.
د دغه ښوونځي مدير محمدظفر زياته کړه چې ښوونځي تېره مياشت د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې اور واخيست او تحويل خونه، کتابتون، د ادارې لس کلن اسناد، لابراتوار او کمپيوټرونه يې له منځه تللي دي.
هغه وويل چې اوسمهال د ياد ښوونځي زده کوونکي تر ونو او پرانيستې فضا لاندې زده کړې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP