منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبانو د کندوز ښوونځيو له نصابه د موسيقۍ روزنې مضمون لرې کړى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

کندوز (پژواک، ٧ وږى ٩٤): په داسې حال کې چې په کندوز ولايت کې د شپږو ښوونځيو په تړل کېدو سره زرګونه زده کوونکي د ښوونې له نعمت محروم شوي، طالبانو په ښوونيز نصاب کې د موسيقۍ روزنې مضمون لرې کړى او د مختلط ښوونيز سيستم د له منځه وړو غوښتونکي دي.

د کندوز د پوهنې چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کچه د شاوخوا٥٠٠ ښوونځيو له منځه چې له ٤٠٠ زره څخه ډېر زده کوونکي په کې زده کړې کوي؛ ٣٠٠ يې په هغو سيمو کې دي چې د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي.

د هغوى په وينا، اوسمهال د ياد ولايت مرکز او پنځه ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندې دي، خو د دغو سيمو شاوخوا يې د طالبانو تر لاس لاندې دي او د سږ کال د جګړو پر مهال د يادو سيمو يو شمېر ښوونځي له يوې اونۍ تر مياشتې پورې د زده کوونکو په مخ تړلي وو چې له امله يې د زده کوونکو ښوونيز بهير ټکنى کېده.

د کندوز د پوهنې مشر محمدظاهر نظم وايي چې له تېرو دريو مياشتو راهيسې په دښت ارچي، کلا زال او خان اباد ولسواليو کې د نجونو او هلکانو د شپږو ښوونځيو دروازې د نا امنۍ له امله تړل شوې وې او تر زرو زيات ماشومان د زده کړې له نعمت محروم پاتې شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغو ښوونځيو پرته نور ټول ښوونځي پرانيستي او ښوونکي يې د دولت له لوري معاش ترلاسه کوي او د درسونو لړۍ يې په نورمال ډول روانه ده.

د کندوز د پوهنې رييس څرګنده کړه، وسله والو مخالفينو په هغو سيمو کې چې ښوونځي يې تر کنټرول لاندې دي، په ځينو مواردو کې غوښتي چې اصلاحات رامنځته کړي.

هغه وويل: "د يوولسم ټول د حرفې مضمون په ١٣٨مه پاڼه کې د موسيقۍ يو شمېر الې لکه ډول، تنبور، غيچک او د موسيقۍ نورې الې تعريف شوې، خو طالبانو له دې پاڼې سره مخالفت کړى او موږ د دې لپاره چې ښوونځي ونه تړل شي؛ اړ شو چې د يادې پاڼې زده کړه ورنه کړل شي."

نظم زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو بله غوښتنه له ښوونځي او د ښوونکو او زده کوونکو له غيرحاضرۍ څارنه او د دشت ارچي ولسوالۍ په ګډون د هلکانو له ټولګيو څخه د نجونو د ټولګيو جلا کول شامل دي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دولت له لاسه وتلې ده.

د پوهنې رييس زياته کړه، طالبان هغه ښوونکي چې ښوونځيو ته نه راځي، غيرحاضروي، خو نوموړى په دې اړه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې په سيمو کې د هلکانو او نجونو څومره مختلط ښوونځي له يو بل جلا شوي؛ بې خبري څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو جګړو له امله د علي اباد په ولسوالۍ کې د شنې تپې ښوونځى سوځول شوى او شاوخوا ١٩٠٠ زده کوونکي د يوې مياشتې لپاره له درسونو محروم و.

د دغه ښوونځي مدير محمدظفر زياته کړه چې ښوونځي تېره مياشت د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې اور واخيست او تحويل خونه، کتابتون، د ادارې لس کلن اسناد، لابراتوار او کمپيوټرونه يې له منځه تللي دي.

هغه وويل چې اوسمهال د ياد ښوونځي زده کوونکي تر ونو او پرانيستې فضا لاندې زده کړې کوي.

زده کوونکي وايي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د شنې تپې ښوونځي يوه زده کوونکي نجم الدين وويل چې د ښوونځي د سوځېدو پر مهال زده کوونکو هڅه وکړه چې د زده کوونکو د اسنادو، کتابتون او لابراتوار د سوځېدو مخه ونيسي، خو څه يې ونه کړى شول.

ياد زده کوونکي زياته کړه چې اوسمهال تر سختې ګرمۍ او شنه اسما لاندې زده کړې کوي او د پوهنې چارواکي بايد د دغه ښوونځي په جوړولو کې بيا ګام پورته کړي.

نوموړي وويل چې د جګړې دوام د بېسوادۍ او ناپوهۍ له لاسه دى او ښکېل لوري بايد دغې موضوع ته ژور فکر وکړي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو همېشه يې په دې ټينګار کړى چې د ښوونې مخالف نه دي او د تدريس د سيسټم مخالف دي.

د يادولو ده چې تېره مياشت د کندوز د پوهنې چارواکو ويلي و، چې د روان کال د نا امنيو او جګړو له امله له ٥٠ ډېر ښوونځي چې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي و؛ د سيمې د سپين ږيرو په منځګړيتوب بيا پرانيستل شوي دي.

دغه ښوونځي په چهاردرې، علي اباد، دښت ارچي، ګورتپې او د کندوز د مرکز په يو شمېر سيمو کې تړل شوي و، چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه