Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې دوه ټنه چاودېدونکي توکي نيول شوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ وږى ۹۴): امنيتي موظفينو په هلمند ولايت کې څه باندې دوه  ټنه چاودېدونکي توکي او څلور ماين خښوونکي نيولي دي.

د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ امنیه قوماندان لومړي څارن تیمورشاه نظري د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ پوليسو په دې ولسوالۍ کې ٢٢٥٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او ورسره په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.

هغه وايي چې دغه مواد په يو ډاډسن موټر کې بار او له پاکستانه راوړل شوي وو.

هغه زياته کړه: ((تر دې وړاندې هم له پاکستان هېواده چاودېدونکي توکي راوړل شوي دي خو دا ځل موږ ورته خپلې ګزمې ډېرې کړې وې او وړاندې تر دې چې هدف ته ورسېږي ومو نيول.))

د نظري په وينا، دغو کسانو غوښتل چې ياد چاودېدونکي توکي په مارجې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته ورسوي.

دغه راز په کابل کې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په يوه رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ادم سيمه کې څلور ماين خښوونکي نيولي دي.

د اعلاميې له مخې، دغه ماين خښوونکي عزت الله، جانان، شاهي او محمدګل نومېږي چې د هلمند اوسيدونکي دي.

په اعلاميه کې راغلي چې دغه کسان له یو میل کلاشینکوف، پنځو پرسونل ضد ماینونو، سل ریموټ کنټرولونو، د ریموټ کنټرول له ۴۰۰ تختونو، د ماینونو له دوه سوه کپسولونو او یو شمېر نورو پوځي او چاودېدونکو توکو سره نيول شوي دي.

سرچينه ليکي چې نیول شوو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

 

 

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.