کندوز (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): "خاوند مې جګړه کې ووژل شو او زه بې سرپرسته شوم، تر څو به جګړې او وينې تويېدنې وي، دولت او طالبان دې د کونډو او يتيمانو پر حال رحم وکړي او نور دې له جګړو لاس پر سر شي."
دا د مېرمن محبوبې وينا ده چې کندوز ښار ته څېرمه له کوبه کلي څخه د کور پرېښودو ته اړه شوې ده او کندوز ښار کې ژوند کوي.
دا مور د هغوو دوو زرو کورنيو له ډلې ده چې په وروستيو کې د خان اباد ولسوالۍ له قراى قچي،کوبه يي، کنم، حضرت سلطان، خواجه غلطان او نورو سيمو څخه د کندوز مرکز ته کډه شوې دي.
نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې اوونۍ وړاندې يې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتې په جريان کې پر کور راکټ ولګېد چې له امله يې خاوند ووژل شو او دا له خپلو دريو زامنو او دريو لوڼو سره کندوز ښار ته کډه شوه.
محبوبې زياته کړه: "د الله تعالى او ورور په مرسته مې يو کرايي کور کې ژوند کوم، د نفقې راوړلو لپاره څوک نه لرم اړه يم څود ګاونډيو په کورونو کې جامې ووينځم او مزدوري وکړم."
دې مېرمنې له دولت څخه غوښتنه وکړه، څو له دوى سره مرسته وکړي او د بېرته ستنېدو موکه ورته برابره کړي؛ ځکه ورځ تر بلې هوا سړېږي.
هغې وويل، غواړي څو جريبه ځمکه کې چې له خاوند نه ورته پاتې ده له خپلو بچيانو سره بزګري وکړي؛ خو دا کار هغه وخت شونى دى چې جګړې پاى ته ورسېږي او امنيت ټينګ شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن پر څه باندې ٨٠٠ بېځايه شوو کورنيو چې کندوز ښار کې اوسېږي خوراکي توکي او د کور وسايل ووېشل شول.
د کندوز د والي وياند عبدالودود وايي چې په دې مرستو کې د هرې مستحقې کورنۍ لپاره ٤٠٠٠ زره نغذې افغانۍ، درې بورۍ غنم، درې پيپه پنځه لېتره غوړي، مالګه او د کور يو سيټ وسايل شامل دي.
هغه د دې ترڅنګ چې دا مرستې کافي ونه بللې؛ خو ويې ويل چې دولت او همکارې موسسې هڅه کوي څو له هرې ممکنې لارې له بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشي او خپلو سيمو ته د ستنېدو موکه ورته برابره شي.
د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش کلي اوسېدونکى عين الله چې د خپلوانو کور کې ژوند کوي وويل چې د زياتو اقتصادي ستونزو له امله يې مزدورۍ ته مخه کړې او له دې لارې ژوند مخ ته وړي.
هغه وويل: "خپله ١٥ جريبه دوه فصله ځمکه لرم، د کلي خان وم؛ خو د ژوند برخليک دې ته اړ ايستم چې چوک ته لاړ شم او د خلکو مزدوري وکړم."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP