منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۲ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جنګ ځپلې مېرمن: جګړه کې مې خاوند ووژل شو او زه کډې کولو ته اړه شوم

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کندوز (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): "خاوند مې جګړه کې ووژل شو او زه بې سرپرسته شوم، تر څو به جګړې او وينې تويېدنې وي، دولت او طالبان دې د کونډو او يتيمانو پر حال رحم وکړي او نور دې له جګړو لاس پر سر شي."

دا د مېرمن محبوبې وينا ده چې کندوز ښار ته څېرمه له کوبه کلي څخه د کور پرېښودو ته اړه شوې ده او کندوز ښار کې ژوند کوي.

دا مور د هغوو دوو زرو کورنيو له ډلې ده چې په وروستيو کې د خان اباد ولسوالۍ له قراى قچي،کوبه يي، کنم، حضرت سلطان، خواجه غلطان او نورو سيمو څخه د کندوز مرکز ته کډه شوې دي.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې اوونۍ وړاندې يې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتې په جريان کې پر کور راکټ ولګېد چې له امله يې خاوند ووژل شو او دا له خپلو دريو زامنو او دريو لوڼو سره کندوز ښار ته کډه شوه.

محبوبې زياته کړه: "د الله تعالى او ورور په مرسته مې يو کرايي کور کې ژوند کوم، د نفقې راوړلو لپاره څوک نه لرم اړه يم څود ګاونډيو په کورونو کې جامې ووينځم او مزدوري وکړم."

دې مېرمنې له دولت څخه غوښتنه وکړه، څو له دوى سره مرسته وکړي او د بېرته ستنېدو موکه ورته برابره کړي؛ ځکه ورځ تر بلې هوا سړېږي.

هغې وويل، غواړي څو جريبه ځمکه کې چې له خاوند نه ورته پاتې ده له خپلو بچيانو سره بزګري وکړي؛ خو دا کار هغه وخت شونى دى چې جګړې پاى ته ورسېږي او امنيت ټينګ شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن پر څه باندې ٨٠٠ بېځايه شوو کورنيو چې کندوز ښار کې اوسېږي خوراکي توکي او د کور وسايل ووېشل شول.

د کندوز د والي وياند عبدالودود وايي چې په دې مرستو کې د هرې مستحقې کورنۍ لپاره ٤٠٠٠ زره نغذې افغانۍ، درې بورۍ غنم، درې پيپه پنځه لېتره غوړي، مالګه او د کور يو سيټ وسايل شامل دي.

هغه د دې ترڅنګ چې دا مرستې کافي ونه بللې؛ خو ويې ويل چې دولت او همکارې موسسې هڅه کوي څو له هرې ممکنې لارې له بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشي او خپلو سيمو ته د ستنېدو موکه ورته برابره شي.

د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش کلي اوسېدونکى عين الله چې د خپلوانو کور کې ژوند کوي وويل چې د زياتو اقتصادي ستونزو له امله يې مزدورۍ ته مخه کړې او له دې لارې ژوند مخ ته وړي.

هغه وويل: "خپله ١٥ جريبه دوه فصله ځمکه لرم، د کلي خان وم؛ خو د ژوند برخليک دې ته اړ ايستم چې چوک ته لاړ شم او د خلکو مزدوري وکړم."

دغه بېځايه شوي وويل چې کلي کې يې ټولې اسانتياوې درلودې؛ خو دلته يې ټول توکي ختم شوي دي او اړ دى چې د ورځې ٢٠٠ تر ٣٠٠ افغانيو پورې مزودري وکړي او اتو اولادونو ته نفقه پيدا کړي.

د روان کال عملياتو او جګړو له کبله د کندوز له بېلابېلو سيمو ١٨زره کورنۍ د جګړې له وېرې د دغه ولايت مرکز ته کډه شوې دي چې د کډوالو ستنېدو رياست په وينا دريمه برخه يې د مرستو له ترلاسه کولو څخه وروسته، خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

ډېرى بېرته ستنې شوې کورنۍ د چاردرې، علي اباد، قلعه زال، امام صاحب او ګورتپه د کندوز مرکز اړوند وي او د نورو کورنيو د ستنېدو چاره دوام لري.

امنيتي مسوولين وايي چې ټاکل شوې ډېر ژر په  نا امنو او زيان منونکو سيمو کې ګډ چاڼيز عمليات پيل شي څو له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيول شي او بېځايه شوو کورنيو ته د بېرته تګ موکه برابره شي.

د يادونې ده چې له دوو مياشتو راهيسې دشت ارچي ولسوالۍ، د چاردرې ولسوالۍ ځينې سيمې او د کندوز مرکز شاوخوا يو شمېر سيمې د طالبانو په ولکه کې دي او دولت تر اوسه د يادو سيمو په بېرته نيولو بريالى شوى نه دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه