کلات ، ميدانښار ( پژواک، ١٧ وږى ٩٤ ) : د ميدان وردګو او زابل ولايتونو زرګونو اوسېدونکو په تذکرو کې د افغان کلمې په ملاتړ لاريونونه وکړل .
د زابل ولايت سلګونو اوسېدونکو د وږي په ١٧مه، په کلات ښار کې په نويو تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو د ليکلو په ملاتړ لاريون وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې بايد د ولس غوښتنو ته درناوی وکړي .
دغه لاريون چې نن سهار نهه بجې د کلات بالاحصار څخه پيل شو چې پر مهال يې د کلات بازار او د کابل - کندهار لويه لاره تړل شوې وه او ياد لاريون دوه ساعته دوام وکړ .
د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان پژواک خبري اژانس ته وويل چې اسلام او افغان د ټولو افغانانو ګډ ارزښتونه دي او په هېڅ ډول ترې نه تېرېږي .
د نوموړي په وينا، که دولت د دوى غوښتنه ونه مني نو دوى به د تذکرو وېش ته اجازه ورنه کړي او ددې ترڅنګ به سوله ييزو لاريونونو ته دوام ورکړي .
د زابل يو تن قومي مشر حاجي محمد عمر پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو څو لسيزو کې افغانانو د اسلام او افغان د نوم په خاطر په سونو زره قربانۍ ورکړي او اوس چې ورسره مخالفت کېږي دا دوى ته د منلو نه دي .
هغه زياته کړه ، په اساسي قانون کې چې هر څه ليکل شوي هغه دې تطبيق شي .
دى وايي : (( موږ کومه غير قانوني غوښتنه نه کوو او هغه څوک چې د اسلام او افغان مخالف دي حکومت يې بايد مجازات کړي .))
د مولوي صديق الله په نامه يوه ديني عالم وويل ، څوک چې د اسلام د نوم مخالفت کوي د هغه شتون په افغانستان کې د زغملو نه دی .
دده په خبره ، د زابل ټول اوسېدونکي د خپلو قانوني حقوقو په کلکه غوښتنه کوي او که دولت ورته پاملرنه ونه کړي نو دوى به مظاهرو او لاريونونو ته دوام ورکړي او د راتلونکي مسووليت به يې د حکومت پر غاړه وي .
د لاريون په اخر کې د مدني ټولنو له خوا ترتيب شوی پرېکړه ليک ولوستل شو، چې په کې له دولت څخه په تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمو د ليکلو تر څنګ د هغو کسانو د مجازات غوښتنه شوې وه، چې د اساسي قانون مخالفت کوي .
د يوه بل خبر له مخې په ميدان وردګو ولايت کې سلګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه،چې په تذکرو کې دې د افغان کلمې د ليکلو امر ورکړي .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP