منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ميدان وردګو او زابل اوسېدونکو تذکرو کې د افغان کلمې په ملاتړ لاريونونه وکړل

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

کلات ، ميدانښار ( پژواک، ١٧ وږى ٩٤ ) : د ميدان وردګو او زابل ولايتونو زرګونو اوسېدونکو په تذکرو کې د افغان کلمې په ملاتړ لاريونونه وکړل .

د زابل ولايت سلګونو اوسېدونکو د وږي په ١٧مه، په کلات ښار کې په نويو تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو د ليکلو په ملاتړ لاريون وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې بايد د ولس غوښتنو ته درناوی وکړي .

دغه لاريون چې نن سهار نهه بجې د کلات بالاحصار څخه پيل شو چې پر مهال يې د کلات بازار او د کابل - کندهار لويه لاره تړل شوې وه او ياد لاريون دوه ساعته دوام وکړ .

د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان پژواک خبري اژانس ته وويل چې اسلام او افغان د ټولو افغانانو ګډ ارزښتونه دي او په هېڅ ډول ترې نه تېرېږي .

د نوموړي په وينا، که دولت د دوى غوښتنه ونه مني نو دوى به د تذکرو وېش ته اجازه ورنه کړي او ددې ترڅنګ به سوله ييزو لاريونونو ته دوام ورکړي .

د زابل يو تن قومي مشر حاجي محمد عمر پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو څو لسيزو کې افغانانو د اسلام او افغان د نوم په خاطر په سونو زره قربانۍ ورکړي او اوس چې ورسره مخالفت کېږي دا دوى ته د منلو نه دي .

هغه زياته کړه ، په اساسي قانون کې  چې هر څه ليکل شوي هغه دې تطبيق شي .

دى وايي : (( موږ کومه غير قانوني غوښتنه نه کوو او هغه څوک چې د اسلام او افغان مخالف دي حکومت يې بايد مجازات کړي .))

د مولوي صديق الله په نامه يوه ديني عالم وويل ، څوک چې د اسلام د نوم مخالفت کوي د هغه شتون په افغانستان کې د زغملو نه دی .

دده په خبره ، د زابل ټول اوسېدونکي د خپلو قانوني حقوقو په کلکه غوښتنه کوي او که دولت ورته پاملرنه ونه کړي نو دوى به مظاهرو او لاريونونو ته دوام ورکړي او د راتلونکي مسووليت به يې د حکومت پر غاړه وي .

د لاريون په اخر کې د مدني ټولنو له خوا ترتيب شوی پرېکړه ليک ولوستل شو، چې په کې له دولت څخه په تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمو د ليکلو تر څنګ د هغو کسانو د مجازات غوښتنه شوې وه، چې د اساسي قانون مخالفت کوي .

د يوه بل خبر له مخې په ميدان وردګو ولايت کې سلګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه،چې په تذکرو کې دې د افغان کلمې د ليکلو امر ورکړي .

لاريون کوونکو چې نن يې د يو ساعت لپاره د سيد اباد ولسوالۍ اړونده سيمه کې د کابل ـ غزني لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه، د خپلو شعارونو په ورکولو سره يې په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې د ځای پر ځای کېدو غوښتنه وکړه.

د لاريون يوه ګډونوال او د ولايتي شورا غړي عبدالوحيد اکبرزوی له ولسمشر څخه وغوښتل چې په دې اړه ژر تر ژر يو فرمان صادر کړي.

هغه پژواک ته وويل : (( موږ په دې موخه اشرف غني ته رايه نه ده ورکړې،چې له موږ دې هويت واخلي ، هغه بايد په تذکرو کې د افغان کلمې د ليکلو حکم ورکړي او په دغه برخه کې له هېچا څخه وېره او ډار ونه کړي،ځکه ولس يې په خوا کې دی . ))

په دغه لاريون کې د ميدان وردګو ولايت سلګونه ځوانانو،ديني عالمانو،قومی مشرانو،د ولايتي شورا غړو او نورو اوسېدونکو ګډون کړى وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست