کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۹۴): د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي او د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وايي چې سلګونه وسله والو يې د ولسوالۍ پر يوه کلي بريد کړی او يو شمېر خلک يې نيولي دي.
ځايي خلک او د سيمه ييزو پوليسو مشر دا وسله وال بريد کوونکي طالبان بولي چې ګنې له نورو سيمو دغه کلي ته ورغلي او د داعش په لټه يې پلټنې پيل کړې دي.
په ياده ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان جنت ګل د وږي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ۳۰۰ وسله والو طالبانو پر ياد کلي بريد وکړ.
جنت الله زياتوي: ((دوی فکر کوي چې ګنې دلته د داعش وسله وال دي، خو دلته داعش نشته او د کلي پر خلکو يې بريد کړى، موږ هم ورسره په جګړه کې يو.))
د نوموړی په خبره، دا وسله وال د خوږياڼو په ګډون له بېلابېلو ولسواليو راغلي او لسګونه ځايي خلک يې نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال بيا پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې وسله والې مخالفې ډلې پر يوه بل د بريد لپاره چمتوالی نيسي، خو هغه پر سيمه ييزو خلکو د بريد خبره رد کړه.
مشرقيوال وويل چې په دې تړاو به وروسته معلومات وړاندې کړي.
د چپرهار د ډاګو کلي يوه اوسېدوکي پاچا پژواک ته وويل چې وسله وال د کلي په يو لويه غونډۍ ناست دي او په لاوډسپېکرو کې له خلکو غواړي چې له دوی سره بيعت وکړي.
د نوموړي په خبره: "خلک له کورونو نه راوځي او خال خال وسله واله نښته هم شته" خو هغه ونه ويل چې دا نښته له چاسره ده.
د سيمې يوه بل اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل: ((طالبان فکر کوي چې ګنې دلته داعش وسله وال شته؛ ځکه يې پر دغه کلي بريد کړی، خو دلته داعشيان نشته.))
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې که داعش وسله وال نشته نو طالبانو له چاسره جګړه پيل کړې، وويل: ((د سيمې پر کورونو چې ډزې او بريد کېږي، خو د کور خاوند هم مجبور دی له ځانه دفاع وکړي.))
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بيا پژواک ته وويل: ((د چپرهار په ماڼو کلي کې د وسله والو مخالفو ډلو تر منځ نښته روانه ده، خو تر اوسه دا معلومات نه لرو چې په ډاګو کلي دي وسله والو طالبانو بريد کړی وي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن